تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر: نامعلوم شمېر بریتانویان لا هم په افغانستان کې پاتې دي
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب په پارلمان کې د بهرنیو چارو کمېسیون ته له افغانستانه د بریتانوي وګړو د ایستلو په اړه د معلوماتو د ورکړې پرمهال وویل ''استخباراتو ویل چې کابل به سږکال سقوط نه کوي خو د نوموړي په وینا د روان میلادي کال په لومړی کې داسې یو پلان عملي کېده چې له مخې یې په کابل کې د بریتانیا د سفارت کارکوونکو شمېر کمېده او افغان ژباړونکي بریتانیا ته لېږدول کېدل. ''
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پارلمان کې د بهرنیو چارو کمېسیون ته وویل دقیقاً نه شي ویلای چې څومره بریتانوي وګړي په افغانستان کې پاتي دي خو په وینا یې هغه ټول کسان چې نومونه یې په کابل کې د بریتانیا له سفارت سره ثبت شوي وو اوس بریتانیا ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې کابل ته د طالبانو له راتګ نه وروسته بریتانیا څه باندې ۱۷ زره کسان له افغانستانه بریتانیا ته لېږدولي دي.
له دې مخکې د بریتانیا حکومت ومنله چې له افغانستان د خپلو اتباعو او د دوی افغانو همکارانو د خوندي ایستنې لپاره یې له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي. ویل کېږي چې دا خبرې په دوحه کې روانې دي او د دواړو خواو جګپوړي چارواکي پکې ګډون لري.
د بریتانیا لخوا د لومړي وزیر بورېس جانس ځانګړی استازی سایمن ګاس دا مهال دوحه کې طالب چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د بریتانیا دفاع وزیر بن والس وار د مخه پارلمان ته ویلی، شاوخوا ۱۵۰ یا ۲۵۰ هغه کسان چې بریتانیا ته د لېږدولو جوګه دي، لا هم خپلو کورنیو سره افغانستان کې بند پاتې دي.
بریتانوي چارواکي د دې وګړو ایستلو لپاره وروسته له هغه خبرې اترې پیل کړې دي چې طالبانو ژمنه وکړه چې لا ډېرو کسانو ته به افغانستان د وتلو اجازه ورکوي.
د لومړي وزیر بورېس جانسن ځانګړی استازی به طالبانو سره خبرو کې له افغانستان د بریتانوي وګړو او د هغوی افغانو همکارنو پر خوندي وتنه ټینګار کوي.
په ورته مهال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، د هغو کسانو مرستې لپاره چې غواړي له افغانستان ووځي، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې پوځیان ځای پر ځای کوي.
بریتانیا وار د مخه اعلان کړی چې هغه افغانان چې تېرو شلو کالو کې یې افغانستان کې له بریتانوي پوځ یا حکومت سره کار کړی، کولی شي په دایمي توګه بریتانیا کې مېشت شي.
له دې وروسته به په شرایطو کسانو ته د بریتانیا پنځه کلنې ویزې پر ځای دایمي ویزه ورکول کېږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامېنک راب پرون وویل، تر دې دمه یې د بنځه زره بریتانوي وګړو په ګډون ټولټال ۱۷زره کسان له افغانستان را ایستلي دي.
نوموړي وویل، افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل یو نوی حقیقت دی، خو ټینګار یې وکړ چې دا ډله د نړیوالو له مرستو پرته نشي کولی افغانستان وچلوي.
طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنې کابل ولکه وکړه، او بریتانیا څو ورځې وړاندې له افغانستان د خپلو وروستیو پوځیانو ایستلو سره هلته خپل شل کلن ماموریت پای ته ورساوه.