بریتانیا افغانستان کې خپل شل کلن ماموریت رسماً پای ته ورساوه

بريتانيا وايي له افغانستان په وگړو بار د وروستۍ الوتکې له الوتنې سره دغه هېواد کې يې شل کلن پوځي ماموريت پاى ته ورسېد. اوس نژدې ټول بريتانوي ځواکونه، ډيپلوماټان او چارواکي له افغانستان وتلي.

له کابل هوايي ډګره د بریتانیا وروستۍ الوتکې پرون الوتنه وکړه چې د بریتانوي ځواکونو ا و دپلوماتاتو ترڅنګ یو شمیر افغانان یې هم لیږدول.

افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د تېر شل کلن حضور پر مهال بریتانیا له امریکا وروسته ډېر سرتیري دې هېواد ته استولي وو.

بريتانوي چارواکي وايي په تېرو دوو اوونيو کې يې د اته زره افغانانو په گډون څه د پاسه پنځلس زره وگړي له افغانستان ايستلي دي.

د بريتانيا سفارت اوس لنډمهال لپاره قطر ته لېږدول شوى او لومړي وزير بورېس جانسن ويلي افغانستان کې د اړين سياسي چاپېريال له برابرېدو سره سملاسي به کابل کې سفارت بېرته پرانيستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا وايي د دوى د وگړو ايستنې ماموريت به هم ټاکلې وروستۍ نېټې يانې راتلونکې سې شنبې پورې بشپړ شي.

د امریکا د د دفاع وزارت وياند ويلي دوی تر اوسه يو سلو اوولس زره وگړي له افغانستان لېږدولي چې لوى اکثريت يې افغانان دي.

بایډن: کابل کې د بل برید خطر لا هم شته

بله خوا د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې ښايي راتلونکو یو دوه ورځو کې پر کابل هوايي ډګر یو بل ترهګریز برید وشي.

هغه ټېنګار وکړ چې د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان کې ختیځ کې پر داعش وسله وال برید د امریکا وروستی برید نه وو.

د امریکا دفاع وزارت ویلې په دې برید کې پر کابل هوايي ډګر د تېرې پنجشبنې ورځې بریدونو کې دوه مهم ښکیل وژلي او دریم وژل شوی دی.

د امریکا د پوځ د لوی درستیز مرستیال ویلیام ټیلر وايي امریکا به له افغانستان د خپل حضور تر وروستۍ ورځې د کسانو ویستلو ته دوام ورکړي.

له دې څرګندونو سره هم مهاله د امریکا دفاع وزارت ویاند ویلي چې له افغانستانه د پاتې امریکايي سرتیرو د ویستلو چارې هم پیل شوي.

امریکا په تېرو څو اونیو کې افغانستان ته نږدې شپږ زره نور سرتیري واستول چې خپل وګړي، دیپلوماتان او افغان همکاران له دغه هېواده وباسي.

ټاکل شوې ټول بهرني سرتیري تر راتلونکې سې شنبې له افغانستانه ووځي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پړاو کې دشته اندېښنو په اړه فرانسه او بریتانیا په پام کې لري کابل کې دملګرو ملتونو تر نظر امنیت د دې سازمان امنیت شورا ته د خوندي سیمې رامنځته کولو وړاندیز وکړي. دا دواړه هېوادونه د امنیت شورا دایمي غړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د دې وړاندیز هدف دا دی چې د بشري موخو لپاره د کسانو د ویستلو لړۍ دوام وکړي.

دا وړاندیز به چارشنبه د امنیت شورا کېدونکې غونډې ته وړاندې شي چې د افغانستان په اړه پکې خبرې کیږي.