د افغانستان په هکله 'د سلا مشورو' لپاره شاه محمود قریشي د سیمې هېوادونو سفرونه پیل کړي

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي دا وخت د ازبکستان په سفر دی، چې دبهرنیو چارو وزارت په خبره هلته به د هغه هېواد له ولسمشر او بهرنیو چارو له وزیر سره وویني او د افغانستان پر روان وضعیت به ورسره خبري وکړي.

ښاغلی قرېشي تردې وړاندې نن د څو ساعتونو لپاره تاجکستان کې و، چې هلته يې هم د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره جلا جلا ملاقاتونه کړي او د چارواکو په خبره په دې ملاقاتونو کې پر اوسني افغانستان او راتلونکي سلا مشورې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د قرېشي او تاجک ولسمشر امام علي رحمان د ملاقات په هکله ویل شوي، په دې ملاقات کې د سیمې د امنیت خبرې وشوې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له تاجک ولسمشر سره د افغانستان پر روان وضعیت د پاکستان دریځ شریک کړ.

تردې وړاندې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ددې سفر تر روانېدو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه ويډيويي پېغام کې ویلي وو، چې ددغه سفر موخه يې د افغانستان پر روان وضعیت له ګاونډيو هېوادونو سره سلا مشورې کول دي:

''موږ د افغانستان شاوخوا شپږ ګاونډي هېوادونه یو او زموږ د افغانستان په حالاتو کې دلچسپي ده. موږ هلته امن غواړو، ټيکاو غواړو. زموږ ټولو ځينې ګډ چېلنجونه دي، چې هغوی باندې د خبرو کولو ضرورت دی. دا چې د هغوی نظر څه دی، زه به يې اورم، د پاکستان نظر څه دی، دا به زه له دوی سره شریک کړم. مخکې موږ څه باید وکړو، چې زموږ په سیمه کې امن وي ''.

بل لور تاجکستان کې چارواکي وايي، د تاجکستان ولسمشر په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې باید د افغانستان سیاسي او امنیتي ستونزو د سملاسي حل لپاره د دې هېواد ټولو لږکیو په ګډون یو ټولشموله حکومت رامنځته شي.

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې له شاه محمود قریشي سره د امام علي رحمان په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د خبرو مهمه موضوع وه.

د تاجکستان ولسمشر وايي، هېواد یې ''هر ډول بې قانوني، او د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر تاجکانو، ازبکانو او نورو لږکیو، ظلم، وژنې او چور چپاول په سخته غندي. ''

تاجکستان وايي، د افغانستان نوی سیاسي نظام باید د (ټولپوښتنې) پر بنسټ رامنځته شي او باید د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو نظر په پام کې ونیول شي. ښاغلي قریشي د سیمې هېوادونو ته د سفر لړ کې نن مازدیګر له تاجکستانه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ.

د سوداګرۍ زیاتوالی

له دې سره بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن په یوه وینا کې ویلي دي، له کله راهیسې چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی، د تورخم او چمن دروازو يې له افغانستان سره سوداګري دده په خبره تر پنځوس فیصده هم زیاته شوې ده.

''له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره لارې پرانیستې دي. بلکې په تېرو څو ورځو کې له پنځلس تاریخه نیولې بیا تر ۲۴م پورې په چمن او تورخم دروازو تر پنځوس فیصده هم زیات په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی. ''

د کورنیو چارو وزیر په دې وینا کې ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان پر روانو حالاتو کې مهم رول لوبولی او دده په ټکیو په دې وخت کې له افغانستان او نړۍ سره ولاړ دي.