جو بایډن: له افغانستان د ځواکونو پر اېستلو پښېمان نه یم

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بایډن وايي، افغانان باید د خپل ځان لپاره پخپله وجنګېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه پښېمان نه دی، ځکه باوري دی چې افغانان باید د خپل هېواد ساتلو ته یو موټی شي.

جو بایډن وايي، افغان مشران باید د طالبانو مقابل کې سره یو موټی او د خپل هېواد لپاره وجنګېږي.

تر نږدې شل کلن پوځي ماموریت وروسته د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتلو سره طالبان د افغانستان مختلفو سیمو کې پرمختګ کوي او تراوسه یې د ۳۴ ولایتونو له مرکزونو اته نیولي دي.

ښاغلي بایډن سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل، امریکا هوايي برخه او د پوځیانو تنخا ورکولو او وسلو برابرولو په ګډون له افغانستان سره د خپل ملاتړ پر ژمنو ولاړه ده، خو دوی باید د خپل ځان لپاره پخپله وجنګېږي.

د بایډن د سې شنبې ورځې دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو په خبره، افغانستان کې د حکومت او طالبانو د جګړې زیاتېدو سره تېره میاشت تر زرو ولسي وګړو وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوند اداره یونیسف خبرداری ورکوي چې د افغان ماشومانو پرضد جنایت دا اونۍ ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان وروستیو بدلونونو کې د سې شنبې په ورځ طالبانو د فراه مرکز فراه او د بغلان مرکز پل خمري هم ونیول.

چارواکي هم وايي، طالبانو پل خمري ښار کې په اصلي چوک او د والي پر دفتر خپل بیرغ لګولی دی.

دا ښار له کابل نږدې دوه سوه کیلومتره واټن لري.

ځايي خبریالانو او د ښاري شورا غړو هم بي بي سي ته ویلي طالبانو فراه ښار هم نیولی دی.

د جګړې له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جګړې له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

دا ډله د چارشنبې په ورځ د بدخشان د مرکز فیض اباد نیولو ادعا هم کوي.

طالبانو څو ورځې مخکې د سرپل، سمنګان، کندوز، نیمروز او جوزجان مرکزونه هم ونیول.

وروستیو ورځو کې د افغانستان مختلفو سیمو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي ډېرېدو سره زرګونه کورنۍ هم له کورونو بې ځایه شوې دي.

پرون افغان حکومت له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویانو له بې ځایه شویو سره د سملاسي مرستې غوښتنه وکړه.