تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان شمال کې د جګړې تېزېدل؛ د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان بدل شوی
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. ددې وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې افغانستان کې امنیتي وضعیت په ښه لوري روان نه دی.
ښاغلي کربي ویلي، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پرتله ښه مجهز دي او د وسله والو د ځپلو توان لري:
"دوی درې سوه زره سرتېري او پولیس لري، پرمختللی هوايي ځواک لري چې موږ یې هم مرسته او ملاتړ کوو، هغوی پرمختللې وسلې او جوړښت لري. افغان ځواکونه ډېر څه لري چې طالبان یې نه لري، طالبان هوايي ځواک او هوايي حریم په واک کې نه لري".
ښاغلي کربي دا هم ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه باید هم له سیاسي او هم نظامي پلوه خپله رهبري وښيي.
هممهاله د امریکا د ملي امنیت یوه پخواني سلاکار هربرټ مک ماسټر هم د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی.
هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي فرصت له لاسه وتونکی دی.
ښاغلي مک ماسټر د طالبانو بریدونه "وحشیانه" بللي چې دده په ټکو د بشري ناورین لامل ګرځېدلي او وايي دا هغه څه ښيي چې د نړیوالې ټلوالې هڅو یې مخه نیولې وه.
طالبانو مخکې د لوېدیځو او افغان چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړې دي.
بلخ او فاریاب کې جګړه
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، تورنجنرال ذبیح الله مهمند تېره شپه د یاد قول اردو قومندان معرفي شوی دی.
دغه قول اردو په یوه بله خبرپاڼه کې بلخ ولایت کې د اتیا مخالفانو د وژلو ادعا کړې ده.
په ورته وخت کې، د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي، جنرال عبدالرشید دوستم او مراد علي مراد د ۲۰۹ شاهین قول اردو له نوي قومندان سره بلخ ته رسېدلي دي.
د افغانستان په شمال او سوېل کې د جګړې له تېزېدو سره زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او ځینې یې پلازمېنې کابل ته روانې شوې دي. په ورته وخت کې تېره شپه طالبانو د فاریاب پر میمنه ښار طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي چې د امنیتي ځواکونو په وینا، د دوی له مقاومت سره مخامخ شوي او دا بریدونه یې په شا تمبولي.
افغان امنیتي سرچینې وايي، طالبانو غوښتل فاریاب کې د افغان امنیتي ځواکونو دفاعي پوستې ونیسي او میمنې ښار ته ننوځي.
له بلخه رپوټونه وايي چې له د جګړې له سیمو یوشمېر کورنۍ هغو سیمو او بلخ ښار ته کډه شوې چې هلته جګړه نه شته.
د افغانستان له شمال بلخه د الوتکو او موټرو ټیکټونه هم کم موندل کېږي.
د څو ورځو تېزې جګړې په لړ کې طالب وسله وال د مزار شریف ښار څنډو ته رسېدلي او هلته یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.
تېره شپه هم طالبانو د مزار ښار پر دفاعي کمربندونو پراخ بریدونه پیل کړي او تر سهاره جګړه روانه وه.
په مزار شریف کې د جګړې له وېرې ډېرې مارکیټونه او هټۍ تړل شوې او په خلکو کې وېره خپره شوې ده.
د افغان امنیتي ځواکونو یوه سرچینه وايي، دوی تېره شپه وتوانېدل چې د مزار شریف لوېدیځ لوري ته د امام بکري پل بېس له طالبانو بېرته ونیسي.
دا اډه له مزار شریف ښاره نژدې ۳۰ کیلومتره لرې لوېدیځ لوري ته پرته ده، چې طالبانو د بلخ له چمتال او بلخ ولسوالیو له لوري پرې بریدونه پیل کړي وو چې په وینا یې دا بېس یې نیولی و.
طالبانو د بلخ دهدادي ولسوالۍ او مرکز مزار ښار په څنډو کې د کود برق چوک په ګډون د ۱۹ قرارګاوواو پوستو د نیولو ادعا کړې ده.
بله خوا، د بلخ یوه مخکښ جهادي قومندان او پخواني والي عطاء محمد نور ویلي، د دوی کسان هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پرو ړاندې جنګېږي او ټینګار یې کړی چې د وینې تر وروستي څاڅکي به ددې ډلې پر ضد جنګېږي.
دا څرګندونې پر داسې مهال شوې چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د یوه بل سیاسي مشر عبدالرشید دوستم د ټاټوبي شبرغان په ګډون پنځه ښارونه نیولي دي.