قطر کې د افغانستان د سولې بهیر کې د همکارو هېوادونو د استازو غونډه کېږي

سبا سې شنبه قطر د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارو هېوادونو د ځانګړو استازو د درې ورځنۍ غونډې کوربه دی.

د دغې ناستې موخه د افغان سولې پروسه کې د ښکېلو هېوادونو تر منځ د همغږي رامنځته کول بلل شوي دي.

دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړې تر ټولو توده څپه روانه ده.

په دغه کنفرانس کې چې د روانې اګسټ میاشتې پر۱۰مه پیلېږي او تر ۱۲مې به دوام کوي، د ګډون کوونکو نومونه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو امریکا، ایران، پاکستان، جرمني، قطر، ناټو سازمان، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي ټاکلي دي چې ښايي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا ناسته د قطر هېواد په بلنه او کوربتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ ترسره کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د دغې ناستې موخه د سولې بهیر د چټکتیا او همغږي ده.

''د دې ناستې موخه د افغانستان لپاره د اړوند همکارو هېوادونو همغږي، په افغانستان کې د سولې بهیر چټکتیا او د تاو تریخوالي درېدل بلل شوې ده. ''

د افغانستان په استازولۍ د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله، د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چاروکې د افغان دولت وزیر سعادت منصور نادري په دې غونډه کې ګډون کوي.

دغه پلاوی همدا نن دوشنبه قطر ته لاړ.

سره له دې چې طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون په تړاو رسما څه نه دي ویلي، خو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل ، ښایې ددې ډلې مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر په دې ناسته کې د دوي په استازیتو ب ګډون وکړي.

په دې اړه چې له افغانستانه تللی پلاوی به په قطر کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره ځانګړې ناستې ولري که نه، تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو د جولای میاشتې په ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ هوکړه شوې وه چې دا لیدنې به دوام ولري.