تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا؛ د وسلې کمپنۍ د قربانیانو کورنیو ته ۳۳ میلیون ډالره خساره وړاندیز کړې
امریکا کې د رېمینګټون په نوم د وسلو جوړونکې کمپنۍ د دې لپاره په ۲۰۱۲ کال سنډي هووک ښوونځي کې د ډزو د خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته ۳۳ میلیون ډالره خساره منلې چې جوړ کړی ټوپک یې دې پېښه کې کارول شوی دی.
د سنډي هووک پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي وو او د امریکا د معاصر تاریخ تر ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه بلل شوې وه.
د رېمینګټون خلاف قانوني ادعا، د دې پېښې د ۹ قربانیانو کورنیو راپورته کړې وه او اوس ټاکلې له دوی هرې کورنۍ ته شاوخوا ۳ اعشاره ۶۶ میلیون ډالره ورسېږي.
رېمینګټون امریکا کې د وسلو تر ټولو پخوانۍ کمپنۍ ده.
د دې کمپڼۍ بنسټ په ۱۸۱۶ کال اېښودل شوی او ټوپک یې ډېر مشهور دي.
د ۳۳ میلیون ډالرو خسارې دا جوړجاړی داسې مهال وړاندیز شوی چې رېمینګټون د دیوالي کېدو اعلان هم کړی دی.
اوس د دغه جوړجاړي تائید د الاباما د قاضي پرېکړې ته پاتې دی چې د دې کمپنۍ د دیوالي کېدو قضیه څېړي.
خو دا پېسې تر هغې ډېرې کمې دي چې د قربانیانو کورنیو د خسارې په ډول غوښتې وې.
دوی د روان کال فبرورۍ محکمه کې استدلال کاوه چې په خطا د وژنې جوړجاړی ۲۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدای شي.
په دې ډول ممکنه وه چې د رېمینګټون خلاف دا جزايي ادعا پر ۱ میلیارډ ډالرو واوړي.
اوس د قربانیانو د کورنیو یو وکیل 'جوش کوسکوف' وايي دوی به د جوړجاړي د دغه وړاندیز په اړه "پر خپلو راتلونکو اقداماتو غور وکړي."
ښاغلی کوسکوف یوه اعلامیه کې ویلي: "له دې چې دا قضیه په ۲۰۱۴ کال ثبت شوې، د کورنیو تمرکز پر دې دی چې د بل سنډي هووک مخه ونیول شي. د دغه هدف یوه مهمه برخه دا ده چې بانکونو او بیمه کوونکو ته وښودل شي، هغه شرکتونه چې پر ملکیانو یرغلیزې وسلې پلوري، له مالي خطر سره مخامخ دي."
د قربانیانو کورنیو تر هغې وروسته د رېمینګټون خلاف قانوني ادعا راپورته کړه چې مالومه شوه د سنډي هووک ډزو کې د دې کمپنۍ لخوا جوړه شوې نیمه اتوماتیکه وسله کارول شوې ده.
دوی وايي پوځي ډوله وسلې باید هېڅکله پر ملکیانو نه وای پلور شوې. دا قضیه تر دې ځایه له ګڼو لوړو ژورو تېره شوې ده.
د امریکا ښوونځیو کې ډزې او بریدونه
رېمینګټون پیل کې ټینګار کاوه چې دوی د ۲۰۰۵ کال د قانون په وسیله د خسارې له جبران خوندي دي.
دا قانون وايي که د کومې کمپنۍ لخوا تولید شوې وسله جرایمو کې کارول کېږي، مسئولیت یې دوی ته نه ورګرځي.
خو عالي محکمې په ۲۰۱۹ کال د رېمینګټون خلاف د پرانیستل شوې قضیې دوام ته اجازه ورکړه.
که څه هم د امریکا ښوونځيو کې د ډزو پېښې پخوا هم شوې وې، خو د کنېکټیکټ دې پېښې ټولې امریکا ته ټکان ورکړ.
بریدګر په دې پېښه کې ۲۰ زدکوونکي او ۶ ښوونکي یوه ځای په ډزو ووژل.
هغه ښوونځي ته تر روانېدو وړاندې خپله مور هم وژلې وه.
پولیسو چې څنګه دا ښوونځی کلابند کړ، بریدګر ځان هم وواژه.
د سنډی هوونک ډزو کې د شپږو او اوو کلونو په منګ ماشومان ووژل شول، خو تر هغې وروسته هم امریکا کې د وسلو د پلور او ګرځولو د کنټرول لپاره کوم نوی قانون جوړ او تصویب نه شو.