د کورونا وېروس محدودیتونو سره د کیوبا پلازمېنه او نورو ښارونو کې مظاهرې

کیوبا

د کیوبا پلازمېنه هاوانا او نورو ښارونو کې زرګونه خلک د دغه هېواد د کمونېست حکومت پرضد مظاهرو سره یو ځای شول.

خواله رسنیو کې انځورونه ښيي چې د یکشنبې په ورځ خلک مظاهرو کې د کووېډ-۱۹ واکسین، ازادۍ او ولسواکۍ شعارونه ورکوي.

د برېښنا پرچاوي هم د مظاهرو بل لامل دی.

کیوبا کې دا کمسارې مظاهرې په داسې مهال دي چې دغه هېواد کې کورونا اوج ته رسېدلې ده.

د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل تلوېزوني وینا کې کیوبايي-امریکايي مافیا د دې نارامۍ په پلانولو تورنه کړې ده.

په دا مهال د کیوبا کمونېست حکومت ملاتړو هم هاوانا کې د دې مظاهرو پرضد لاریون کړی دی.

په سان انتونیو دلوس بانوس ښار کې یو لاریونوال فرانس خبري اژانس ته ویلي: ''خلک د خوړو او برېښنا حالت غوسه کړي دي. ''

رپوټونه وايي، په پلازمېنه هاوانا کې پولس او پوځ ګومارل شوي او پولیسو پر ځینې لاریونوالو د مرچ سپري پاشلې ده.

د کیوبا د حکومت مخالفان دا مظاهرې تېرو ۳۰ کلونو کې د حکومت ضد تر ټولو سترې مظاهرې بولي.

په دا مهال هاوانا کې د حکومت ملاتړو هم مظاهرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په دا مهال هاوانا کې د حکومت ملاتړو هم مظاهرې کړې دي.

کیوبا په لاتینه امریکا کې یواځنی هېواد دی چې کورونا واکسین یې تولید کړی دی.

دغه هېواد له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره دوه واکسین تولید کړي او له ۱۱.۷ میلیون وګړو یې ۱.۷ میلیون کسان واکسین شوي دي.

د کیوبا حکومت د جمعې په ورځ د عبدالله-۲ په نوم خپل ځايي واکسین د بېړنۍ کارونې لپاره تایید کړ.

د دې واکسین تخنیکي نوم CIGB-66 دی.

په دې واکسین اېښودل شوی عبدالله نوم د کیوبا خپلواکۍ د اتل خوزه مارتي له حماسي شعر اخیستل شوی دی.