کیوبا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده
کیوبا له ډېرو سختو اقتصادي شرایطو سره مخ ده. تېره اوونۍ دغلته حکومت د چرګانو او صابون په ګډون د ځینو توکو د کمولو خبر ورکړ چې ورسره د دغه هېواد لر اوبر په مغازو کې خلک په ساعتونو په کتارونو کې ولاړ ول.
د دوی د ملګري هېواد وېنزوېلا مرستې هم پرې شوي او واردات ډېر راټیټ شوي. له همدې امله کیوبا اوس د ځینو اړینو توکو له کمښت سره مخ ده.
کیوبایان وېره لري چې په نژدې راتلونکې کې به حالت له دې هم خراب شي.