تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ به د نړۍ د وګړو شمېر ۸٫۵ میلیارد تنو ته ورسېږي
نن (جولای ۱۱مه) د وګړو یا نفوسو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ له ۱۹۸۹ کال نه وروسته هر کال په دې موخه نمانځل کېږي چې نړۍ د نفوسو له حده د ډېروالي پایلو ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس د نړۍ د وګړو شمېر په ۲۰۱۱ کې شاوخوا ۷ ميلياردو ته رسېدلى وه. اوس دا شمېر له ۷،۷ ملیارده څخه ﺯيات شوى او تمه ده چې په ۲۰۳۰ کال کې به شاوخوا ۸،۵ ميليارد تنو، په ۲۰۵۰ کې ۹،۷ ميليارد تنو او په ۲۱۰۰ کې به نږدې ۱۱ ميليارد تنو ته ورسېږي.
دا نېته د ۲۵ کاله وړاندې د جولای ۱۱مې یاداښت دی چې په هغه ورځ د نړۍ د وګړو شمېر له ۵ میلیارده واوښت. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د سږ کال دغې ورځې شعار (د مېندوارۍ او بشري حقونو روغتیا ته پاملرنه لومړیتوب) ټاکلی دی.
د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادراه وايي چې د دغه هېواد د وګړو شمېر له درې دېرش نیم میلیونه ډېر دی چې پر وینا یې څه باندې ۵ میلیونه یې په کابل کې اوسېږي.
۳۷ کلن احمد د ۹ ماشومانو پلار دی. کورنۍ یې په پکتیکا ولایت کې اوسېږي او خپله کابل ته راغلی چې د کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
هغه چې په یوه اداره کې د موټر چلوونکي په توګه کار کوي وايي چې د ۱۲ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کول ستونزمن دي.
احمد چې د کورني پلان او تنظیم د پروګرامونو په اړه ډېر مالومات نه لري، د ډېرو ماشومانو درلودل د تقدیر کار بولي، خو وايي چې له دې وروسته د بل ماشوم د لرلو پلان نه لري.
ښاغلی احمد زیاتوي دا پرېکړه یې د ماشومانو اړتیاوو او خپل اقتصاد ته په کتو کړې ده.
ډاکټران وايي چې د ډېرو ماشومانو لرل او له ځنډ پرته ولادت د مېندو روغتیا له خطر سره مخ کوي او ژوند ته یې ناسمې پایلې لري.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د مالوماتو له مخې په نړۍ کې د ۴ او ۲۹ سلنه تر منځ مېرمنې پرته له دې چې خپل مېړونه خبر کړي هغه لارې چارې عملي کوي چې د میندوارۍ مخه نیسي.
شمېرې ښيي چې په نړۍ کې یوازې ۵۵ سلنه مېرمنې د خپل وجود په اړه د پرېکړې واک لري. ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا شمېرې باید د دولتونو، سیاستوالو او پرمختیايي ادارو لپاره د خطر زنګ وي.
په افغانستان کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو او مړینې په اړه کره شمېرې نشته، خو چارواکي وايي چې د دغو شمېرو د ثبت لپاره د میکانیزمونو د جوړولو په هڅه کې دي.
په ورته وخت کې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویانده رویینا شهابي وايي، په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د وګړو ډېرېدنه له دوه سلنه زیاته وه.
په نړۍ کې د نفوسو په ﺯياتيدو سره پاکو اوبو او خوړو ته هم اړتيا ډېرېږي.
د شمېرو پر بنسټ په ورځ کې ۲۵ ﺯره کسان د خوار ځواکۍ او د خوړو د کمښت له امله د پیدا کېدونکو ناروغیو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې له دې ډلۍ يې ۱۸ زره هغه ماشومان دي چې له ۵ کلونو کم عمر لري.
د وګړو د ډېرېدو د نه کنټرول له امله د خوړو توليد او ټولو ته یې رسېدنه هم محدوده شوې ده.