کورونا وېروس؛ هند کې د مړو شمېر تر څلور لکو واوښت

د عکس سرچینه، Getty Images
هند کې له کورونا وېروس سره د تړلو عواملو له کبله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر په ۴۰۰ زرو یا څلور لکو اوښتی دی.
خو روغتیايي متخصصان وايي، دغه هېواد کې ښايي د کوویډ-۱۹ له اړخه د مړینو اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد د واکسین لړۍ د پام وړ چټکه کړې.
هند تر امریکا او برازیل وروسته د نړۍ دریم هېواد شو چې د کورونا وبا له کبله له ۴۰۰ زره د ډېرو وګړو مړینه اعلانوي.
دغه هېواد تر دې دمه د کورونا وېروس ۳۰ میلیون مثبتې پېښې هم ثبت کړې چې تر امریکا وروسته تر ټولو ډېرې دي.
هند د کورونا له دویمې څپې را تېر شوی دی.
تېره مې میاشت دغه هېواد کې د کورونا د ورځنیو مثبتو تشخیصېدونکو پېښو شمېر ۴۰۰ زرو ته رسېد خو اوس شاوخوا ۴۰ زرو ته راټیت شوی.
بېلابېلو ایالتونو کې سختو محدودیتونو او پر ګرځېدو لګېدلو بندیزونو دې کې مرسته وکړه چې د کورونا مثبتې پېښې کمې شي.
خو روغتیايي متخصصان خبرداری ورکوي که ناغیړي وشي نو دغه هېواد د کورونا د دریمې څپې له خطر سره مخامخېدای شي.
بل خوا که څه هم هند کې له تېرې جنورۍ د کورونا واکسین پیل شوی خو تر دې دمه یې تر ۵ سلنې کمو وګړو ته بشپړ واکسین لګول شوي دي.
د هند فدرال حکومت ویلي پام کې لري چې د روان کال تر پای خپل ټول وګړي واکسین کړي.
خو د واکسین کمي، د واکسیناسیون پڅې پروسې او دا راز واکسین لګولو ته د ګڼو خلکو زړه نه ښه کولو ته په کتو دې هدف ته رسیدل ستونزمن ښکاري.
اروپا د دلتا بڼې له خطر سره مخ ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان اروپا کې د کورونا د دلتا بڼې د خپریدو د خطرپه اړه په داسې مهال خبرداری ورکوي چې دغه لویه وچه کې په یوه اونۍ کې په دې وېروس د اخته کېدو کچه لس سلنه زیاته شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هانس کلاګ وايي د محدودیتونو کمېدل د کورونا د نوې بڼې چې په دلتا پېژندل شوې د ډېرېدو لامل شوي.
په اروپايي هېوادونو کې د کورونا ناروغۍ له امله تر څو میاشتنیو بندیزونو او محدودیتونو وروسته، محدودیتونه کرار کرار لږ شوي او خلک د لیدو کتو اجازه مومي.
خو اوس دا اندېښنه شته چې همدا لږ ازادي به له خلکو واخیستل شي.
اروپا کې د کورنا د نوې بڼې د خپرېدو وېره په داسې مهال ده چې دوه میاشتې وړاندې په اروپا کې د کورونا ناروغان کم شوي وو.
د کورونا دلتا ډول چې لومړی په هند کې لیدل شوی اوس په ډېرو اروپايي هېوادونو کې په اصلي ګواښ بدل شوی.
په تېرو دریو ورځو کې په روسیه کې د کورونا له کبله د مړو کسانو شمېر بې ساری دی، یوازې پرون ۶۷۲ کسان مړه شوي او تر ۲۳ زره ډېر کسان پرې اخته شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو دوو میاشتو کې د کورونا د پېښو ترکمېدو وروسته، اوس په یوه اوونۍ کې اروپا کې د دغې ناروغۍ نوې پېښې ۱۰ سلنه ډیرې شوې دي او یو لوی لامل یې هم د یورو ۲۰۲۰ فوټبال نړیوال جام لوبې ښودل شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ ۱۹ پېښو مشره ډاکتره کاترېن سمالووډ وايي د فوټبال یورو ۲۰۲۰ لوبو ګډونوال د وبا د ډېرېدو خطر پېښوي.
"د ناروغۍ خپرېدو مسله کې، لویې ټولېدنې د امپلیفایر په ډول ناروغي د لویو ټولنو ترمنځ خپروي، دا مهمه ده چې په دوامدار ډول د په داسې لویو ټولېدنو کې د سیمه ییزو او روغتیايي چارواکو له خوا د روغتیايي خطرونو ارزونه ترسره شي. "
وېروس خپرېدو کې د فوټبال لوبو رول

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال سلګونه مینه وال چې د یورو ۲۰۲۰ لوبو کتو ته په لندن او د روسیې سېنت پېترزبرګ کې یې لوبغالو کې ګډون کړی و په کورونا ناروغۍ اخته شوي.
ډاکتره سمالووډ وايي ویروس تر ډېره بریده له لوبغالو د باندې چې خلکو سره نژدې ناسته ولاړه کړې خپور شوی دی.
د سنت پیترزبرګ ښار کې چې د فوټبال لوبو یو له کوربنو دی، پرون ۱۱۵ کسان د کورونا له امله مړه شول.
د روغتیا نړیوال سازمان لوړپوړي چارواکي د فوټبال لوبو له کوربنو ښارونو غوښتي چې د مینه والو د ټولېدو او ناستو ولاړو پر ځایونو څار ولري او داسې ګامونه اوچت کړي چې د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وکړي.












