بریتانیا د ډیجیټلي پیسو پر تر ټولو ستره صرافۍ 'بایننس' بندیز ولګاوه

    • Author, مري ان روسن
    • دنده, سوداګریزه خبریاله

د بریتانیا د مالي چلن ادارې (FCA) د ډیجیټلي یا انټرنیټي پېسو (کرېپتو کرنسۍ) په تر ټولو ستر تبادله کوونکي "بایننس" بندیز اعلان کړی دی.

د بریتانیا د مالي چلن اداره وايي دا کمپنۍ نوره بریتانیا کې منظم فعالیت نشي کولی.

دې ادارې پر دې سربیره خلکو ته د بینانس ټکی کام (Binance.com) له هغو اعلاناتو سره د احتیاط سپارښتنه کړې چې خپلو پېرېدونکو ته پر انټرنیټي پیسو د پانګونې له لارې د ډېرې ګټې ژمنه ورکوي.

دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې د نړۍ په کچه د انټرنیټي پېسو پر پلټفارم د اصولو او قوانینو د تطبیق هڅې چټکې شوې دي.

بایننس ټکی کام په انلاین صرافۍ متمرکز شرکت دی چې خلکو ته د بیلابیلو ډیجیټلي پیسو په وسیله د راکړې ورکړې په ګډون ګڼ مالي خدمات وړاندې کوي.

د بایننس ګروپ اصلي دفتر په کیمن ټاپوګانو کې دی او د بایننس مارکیټس لمټېډ (بي ایم ایل) په نوم ملګری شرکت یې لندن کې دفتر لري.

بایننس ګروپ، چې پخوا مالټا کې میشت و، د نړۍ لروبر بېلابېلو هیوادونو کې شرکتونه او دفترونه لري.

تازه د بریتانیا د مالي چلن ادارې ویلي د دغه ګروپ اړوند بایننس مارکېټس لمټېډ (BML) شرکت، نور د دې ادارې له خوا له مخکېنۍ لیکلې اجازې پرته مالي چارې پر مخ نشي بوولی.

دغه شرکت ته تر چارشنبې وخت ورکړ شوی چې دې پریکړې سره ځان عیار کړي.

د بریتانیا د مالي چلن اداره وايي بینانس ګروپ او یا د هغوی اړوند کوم شرکت دغه هېواد کې د منظمو مالي فعالیتونو جواز نه لري.

دغه اداره که څه هم ډیجیټلي پیسې نه تنظموي خو ډیجیټلي شتمني یې منلې ده. هغه کمپنۍ چې بریتانیا کې په دې برخه کې کار او اعلانات کوي باید د فعالیت اجازه ولري.

دا په دې معنا ده چې خلک نور بریتانیا کې د بایننس د خدماتو له لارې د بیټ کوین په څېر د ډیجیټلي پیسو د بیو د لوړېدو یا ټیټېدو پر سر شرط تړلی او وړاندوینې کولی نه شي.

خو د ډیجیټلي پیسو شنونکي کولین سټون بي بي سي ته ویلي، خلک لا هم دا ویب پاڼه د دیجیټلي پیسو د پلور لپاره کارولی شي.

له دې سره بایننس بیا بي بي سي ته ویلي، د بریتانیا د مالي چلن ادارې دا پریکړه د دوی د ویب پاڼې لخوا پر وړاندې کېدونکو خدماتو "مستقیم اغېز" نه لري.

د بینانس ویاند وايي: "بي ایم ایل یو جلا حقوقي شخصیت دی او د بایننس.کام ویبپاڼې له لارې تولیدات او خدمات نه وړاندې کوي. بینانس ګروپ د ۲۰۲۰ کال مې میاشت کې 'بي ایم ایل' پیرلی، خو تر اوسه یې بریتانیا کې کاروبار نه دی پیل کړی او نه یې د مالي چلن ادراې د فعالیت جواز کارولی."

د بایننسلانجمن فعالیتونه

دا لومړی ځل نه دی چې بایننس د خپل نړیوالو فعالیتونو له کبله د تنظم له ادارو سره لانجه کې کېوځي.

د امریکا متحدو ایالتونو کې د امنیت او تبادلې کمېسیون (اېس يي سي) لخوا د بایننس هولډنګز په نوم د بینانس ګروپ د شرکت د فعالیت په اړه څېړنې روانې دي.

د بلومبرګ په وینا د دغه شرکت چارواکي د پیسو سپینولو او مالي سرغړونو له شکونو سره مخامخ دی.

ایس يي سي هم اپریل میاشت کې د دغه پلټفارم مشتریانو ته ورته خبرداری ورکړی و.

بایننس د شنبې پر ورځ وویل چې د کاناډا له اونتاریو ښاره وځي. دا پریکړه تر هغې وروسته اعلان شوه چې د اونتاریو امنیتي کمېسیون (او اېس سي) دا او د ډیجیټلي پیسو ګڼې نورې کمپنۍ له اصولو په سرغړونو تورنې کړې.

جاپان کې هم د مالي خدماتو ادارې (ایف ایس اې) د جمعې پر ورځ بایننس ته خبرداری ورکړ چې له اجازې پرته دې دغه هېواد کې فعالیت نه کوي.

دا تېرو دریو کلونو کې دویم ځل شو چې جاپان بایننس ګروپ ته دا ډول خبرداری ورکوي.

ستونزه څه ده؟

له دې سره د ډیوي ډیجیټلي پیسو یو رامنځ ته کوونکی ښاغلی ساپونارو وايي د ډیجیټلي پیسو په تبادله کې ستونزه د هغې متمرکز والی دی.

نوموړی زیاتوي په دې پلټفارم کې هم مرکزي اداره څه نا څه د یوه بانک په څېر د مشتري او کاروونکي پیسې واک کې لري.

هغه په دې باور دی چې د ډیجیټلي پیسو تبادله باید په بشپړ ډول غیرمتمرکزه شي، ځکه دا کار به کاروونکو ته اجازه ورکړي چې پر خپلو ډیجیټلي پیسو پخپله کنټرول ولري.

خو د ښاغلی ساپونارو ټینګار پر دې دی چې ډیجیټلي یا انټرنیټي پیسې چل او فریبکاري نه ده او بالاخر به د انټرنیټي بانکوالۍ صنعت دا حقیقت ومني.

هغه وايي: "موږ له ۱۲ کلونو راهیسې د ډیجیټلي پیسو د منل کېدو کړۍ کې بوخت یو - دا کارونه وخت غواړي. په پیل کې د انټرنیټ په اړه هم دقیقآ همداسې څه ویل کېدل."