جي ۷ غونډه پیل شوه، پر کورونا ضد واکسین او اقلیمي بدلون به بحث وشي

د نړۍ پر مختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي سېون چې د ۷ ډلې په نامه هم یادېږي، سر مشریزه غونډه نن جمعه د بریتانیا په کارنیوال سیمه کې پیل شوه.

تمه کېږي چې کورونا واکسین او اقلیمي بدلون به د دې غونډې د بحثونو مهم موضوعات وي.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن غونډې ته وویل:

''موږ باید ډاډمن شو چې د تېرو څه باندې ۱۸ میاشتو تېروتنې تکرار نه کړو. ''

نوموړی زیاته کړه، نړۍ په شریکه له وبا بیا رغېدنې ته اړتیا لري، چې زیاته زرغونه وي، شفافه وي او مساوات پکې وي.

د یادونې ده چې د جي ۷ سرمشریزه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په ګډون د کاناډا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان مشران ګډون کوي.

ښاغلي جانسن د دې غونډې له پیله مخکې وویل، هېواد به یې د روان کال په اوږدو کې له بې وزله هېوادونو سره د ۱۰۰ میلیونو ډوزو کورونا ضد واکسین مرسته وکړي.

بوریس جانسن دغه راز د بریتانیا له لوري د نړۍ په یو شمېر بې وزله هېوادونو کې د تعلیم برخه کې د ۴۳۰ میلیونه پاونډو مرستې ژمنه وکړه، چې د نجونو زدکړو ته به پکې لومړیتوب ورکول کېږي.

په دې لړ کې به برتانیا د روان کال د سپتمبر میاشتې تر پایه پنځه میلیون ډوزه او د روان کال تر پایه به د ۲۵ میلیون ډوزه واکسین مرسته وکړي.

په دې تړاو د خبرو پرمهال د برتانیا لومړي وزیر وویل: ' 'په برتانیا کې د کورونا ضد واکسین بریالي پروګرام له امله اوس موږ د دې جوګه یو چې خپل اضافي واکسین هغو کسانو ته ورکړو چې اړتیا ورته لري، زه همدا کار کوم او دا به د کورونا وبا په ماتولو کې یو لوی ګام وي. ''

د ولسمشر بایډن ژمنه

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ژمنه کړې وه چې امریکا به له بې وزله هېوادونو سره د کورونا پرضد د مبارزې پیاوړي کولو په خاطر د کورونا ضد واکسین د پنځه سوه میلیون ډوزو مرسته وکړي.

د افریقايي اتحادیې د واکسین رسولو د ایتلاف مرستیال مشرې ډاکټرې ایودې الکاجا له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا او برتانیا له خوا د واکسین د مرستې هرکلی کوي خو لا ډېر نور واکسین ته اړتیا ده.

هغې وویل: ''زه باوري یم چې نړۍ د دې ښه نیت له امله منندویه ده خو موږ پوهېږو چې اوس هم د کورونا ضد واکسین میلیاردونو ډوزو ته اړتیا ده. موږ په نړۍ کې څه باندې اوه میلیارده وګړي لرو چې له دې ډلې پنځه نیم ملیارده یې واکسین ته اړتیا لري او تر دې دمخه یوازې د دوه نیم ملیارد کسانو واکسینولو لپاره هېوادونو ته واکسین ورکړل شوی دی. ''

د برتانیا او امریکا له خوا له بې وزله هېوادونو سره د کورونا ضد واکسین مرسته داسې مهال کېږي چې د نړۍ سلو پخوانیو لومړیو وزیرانو، ولسمشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو له اوو سترو اقتصادي هېوادونو 'جي ۷' غوښتي وو چې د کورونا نړیوال واکسیناسیون لګښت ته د اوږې په ورکولو سره مرسته وکړي چې د دغه وېروس د نورو نویو بڼو مخه ونیول شي او بیا نړۍ ته په سرخوږي وانه وړي.

دا غوښتنه بریتانیا کې د جي اووه هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې شوې وه.

د نړۍ پخوانیو مشرانو په یوه لیک کې جې اووه ډلې ته لیکلي چې که څه هم په ۲۰۲۰ کال نړیواله همکاري بریالۍ نه وه، خو سږ کال کېدای شي د یوه نوي پړاو لپاره پیلامه وګرځي.

په دغه لیک کې راغلي چې د جي اووه او جي شل ډلو لخوا د نړۍ له بې وزلو او د منځني کچ عاید لرونکو هېوادونو سره د کورونا واکسین مرسته د دغو ډلو د ټولو غړو هېوادونو له ستراتېژیکو کټو سره اړخ لګوي.

د بریتانیا پخوانیو لومړیو وزیرانو ټوني بلېیر او ګورډون براون، د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون او د افریقا پینځلسو پخوانیو مشرانو هم دا لیک لاسلیک کړی دی.

د دوی غوښتنه دا ده چې د نړۍ اووه ستر اقتصادي هېوادونه باید تر راتلونکو دوو کلونو هر کال ۳۰ میلیارد ډالر ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس خلاف مبارزې او مقابلې ته ځانګړي کړي.