په اتلانتیک سمندر کې د ایران دوو پوځي بېړیو ته د امریکا اندېښنې

د عکس سرچینه، SATELLITE IMAGE ©2021 MAXAR TECHNOLOGIES
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په اتلانتیک سمندر کې د ایران د دوو پوځي بېړیو د حضور په اړه- چې د رپوټونو له مخې ښايي د وېنزویلا پر لور به د حرکت په حال کې وي - اندېښنه وښوده.
د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي اسټن چې د کانګرس په یوه جلسه کې یې ګډون کړی و، د دیموکرات سناتور ریچارډ بلومنټال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه د امریکا ګاونډ کې د هر ډول تسلیحاتي تکثیر په اړه اندېښمن یم."
ښاغلي اسټن د سناتور بلومنټال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا حکومت "دقیقآ پوهېږي چې په دغو ایراني بېړیو کې څه بار دي" یوازې دومره وویل چې دا پوښتنه به بله ناسته کې ځواب کړي.
د ایران تلویزیون د پنجشنبې پر ورځ په یوه رپوټ کې وویل د دغه هېواد یوه جنګي بېړۍ د بلې بېړۍ په ملتیا اتلانتیک سمندر کې د حرکت په حال کې ده، خو د هغوی د سفر منزل او مقصد یې اعلان نه کړ.
امریکايي رسنیو د دغه هېواد د ځینو چارواکو په حواله- چې نوم یې نه دی خپور شوی- ویلي دا بېړۍ د وېنزویلا پر لور روانې دي.
سناتور بلومنټال وویل ګومان کېږي چې د مکران او سهند په نوم دغو بېړیو کې به هغه "وسلې بار وي چې ایران او وېنزویلا یې تېر کال تړون لاسلیک کړی و."
هغه زیاته کړه: "لږترلږه تر کومه ځایه چې په ما پورې اړوندېږي، زه د دغو وسلو په ډولونو نه پوهېږم. داسې رپوټونه هم شته چې وېنزویلا له ایران د اوږد واټنه توغندیو په ګډون د بېلابېلو توغندیو د پېرلو په ارزولو بوخته ده."
ښاغلی بلومنټال وايي: "د سوداګریزو سپوږمکیو په وسیله اخیستل شويو عکسونو کې لیدل کېږي، په یوه بېړۍ کې یې کوچنۍ چټکې کښتۍ بار دي. خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا چټکې کښتۍ له لومړي سره دې کښتۍ کې بار وې، که نه؟"
هغه وویل په جدي ډول دې ته اندېښمن دی چې ایران به دې سیمې ته وسلې واستوي او ښاغلي اسټن ویلي چې دی هم ورته اندېښنه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې وړاندې د وېنزوېلا ولسمشر نېکولاس مادورو تېر کال له ایران د توغندېو د پېرلو پلان هرکلی کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نېډ پرایس د پنجشنبې پر ورځ یوه خبري غونډه کې د دغو بېړیو په اړه له څه ویلو پرته زیاته کړه: " موږ چمتو یو د هغو لوبغاړو پر وړاندې چې ایران ته زمینه برابروي خپلو شریکانو او امر منونکو توندلارو ډلو ته وسلې واک کې ورکړي، د بندیزونو په ګډون د فشار له ټولو لارو چارو ګټه واخلو."
هغې زیاته کړه: "که دا د ایران لخوا د وسلو د لېږد او یا د نړیوالو ژمنو د ماتولو هڅه وي، موږ غبرګون ښودلو ته چمتو یو."
د ایران د پوځ مرستیال حبیب الله سیاري د پنجشنبې پر ورځ ویلي چې دا بېړۍ تېره میاشت له عباس بندر خوځېدلې دي. هغه د دغو بېړیو سفر تر دې دمه د ایران د سمندري ځواکونو تر ټولو اوږد او سخت ماموریت وباله.
د هغه په وینا د ایران د سمندري ځواکونو مکران او سهند بېړیو وکولی شول "په لومړي ځل او د نورو هېوادونو بندرونو کې له تم کېدو پرته ځان اتلانتیک سمندر ته ورسوي."
مکران بېړۍ تېر کال د ایران له سمندري ځواکونو سره ملګرې شوه. دې بېړۍ وړاندې تېل لېږدول، خو اوس په یوه ملاتړې پوځې بېړۍ بدله شوې ده.
دا ډول کښتۍ له پوځي بېړیو سره د تدارکاتو لپاره ملګرې کېږي چې سمندر کې د اوږدمهاله حضور زمینه ورته برابره کړي.
ښاغلي سیاري نن رسنیو ته وویل دا دوه بېړۍ د ایران د سمندري ځواکونو اووه اویایمه ډله جوړوي او د سفر موخه یې دا ده چې د ایران وړتیاوې وښيي.

د عکس سرچینه، MAXAR
دغو بېړیو د غوايي/ثور میاشتې په ۲۰مه له عباس بندر حرکت وکړ، له "امید نیک" تنګي تر تېرېدو او له افریقا تر راګرځېدو وروسته یې په ۳۰ ورځو کې نږدې ۱۲ زره کیلو متره واټن وواهه او اوس په اتلانتیک سمندر کې د شمال پر خوا د حرکت په حال کې دي.
پولیټیکو خپرونې د مې میاشتې وروستیو کې د باخبره سرچینو په حواله رپوت ورکړی و چې د دغو بېړیو منزل ښايي وېنزوېلا وي. خو د اسوشیټډ پرېس د یوه رپوټ له مخې د وېنزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو یوه مرستیال دا رد کړې چې دغه ایراني بېړۍ به په دغه هېواد کې تم شي.
ایران د نېکولاس مادورو د حکومت نږدې متحد ګڼل کېږي او د امریکا بندیزونو ته په کتو یې دغه هېواد ته تېل او نور محصولات صادر کړې دي.
ایران په وروستیو کلونو کې په وار وار ویلي چې نړیوالو اوبو کې د پوځي حضور د درلودو هوډ لري.









