ایران د سوېلي کوریا بېړۍ ودروله، سیول هم تهران ته د خپل استازي پر تګ بیا کتنه کوي

خلیج

د عکس سرچینه، Getty Images

خلیج کې د ایران د سپاه پاسدران له خوا د سوېلي کوریا د تېل وړونکې بېړۍ درولو پسې رویټرز د دغه هېواد د چارواکو له خولې وايي، چې تهران ته د خپل مهم ډيپلوماټ پر استولو بیا کتنه کوي.

ټاکلې وه د سوېلي کوریا دا پلاوی راتلونکې یکشنبه تهران ته لاړ شي.

د سیول دا ګام له هغه وروسته دی چې سپاه پاسدران وویل، خلیج کې یې د سوېلي کوریا تېل وړونکې بېړۍ درولې او کارمنان یې نیولي دي.

له دې خبر وروسته سوېلي کوریا وویل، له سیمندري غلا سره د مقابلې کنډک یې سیمې ته استولی دی.

د سوېلي کوریا دا کنډک هرمز تنګي او د بېړۍ درولو ځای سره نږدې اړولي دي او ټاکلې ده د امریکا په مشرۍ د نورو هېوادونو ټلوالې سره همکاري وکړي.

ایران کې سپاه ته نږدې سرچینې وايي، دغه تېل وړونکې بېړۍ "د سعودي له الجبیل بندر" سوېلي کوریا ته روانه شوې وه، خو یوه حکومتي چارواکي ویلي بېړۍ متحده عربي اماراتو ته روانه وه. ځینې سرچینې هم وايي، بېړۍ فجیره بندر ته تله.

څه مهال مخکې د ایران د ماڼوګرۍ او ور پورې تړلو خدمتونو ټولنې سرمنشي وویل، د چاپېریال ککړتیا او په دې تړاو د قوانیو پرلپسې سرغړونې له امله بېړۍ نیول شوې ده او دا بېړۍ به چاپېریال ته رسولی تاوان پرې کړي.

سوېلي کوریا او امریکا له ایران غوښتي چې سملاسي بېړۍ پرېږدي.

د بېړۍ د نیولو د خبر تر خپرېدو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پر سوېلي کوریا نیوکه کړې وه چې خپلو بانکونو کې یې د ایران پیسې کنګل کړې دي.

د بېړۍ د خبر خپرېدو پسې نوموړي وویل، چې "له سمندري ککړتیا سره حساسیت لري" او د بېړۍ نیول یې هم "پوره مسلکي" بللي دي.

خلیج کې د ایران د سمندري سیمو کنټرول د سپاه پاسدران په لاس کې دی.

سپاه پاسدران تېر کال هم د بریتانیا یوه تېل وړونکې بېړۍ درولې وه.

دا ګام یې له هغه وروسته و چې د جبل الطارق ځايي حکومت د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ له دغه تنګي د تېرېدو پر مهال ونیوله.

د ایران او سوېلي کوریا اړیکي وروستیو میاشتو کې د تهران د کنګل شویو پیسو له ازادولو سره د مخالفت له امله ساړه شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي، سوېلي کوریا د امریکا د بندیزونو له امله د تهران اته میلیارد ډالر کنګل کړي او دوی ته یې نه ور کوي.