د سوریې بانیاس بندر تېل لېږدوونکې بېړۍ کې اور لګېدلی

دا انځور د سوریې خبري اژانس خپور کړی چې وايي بېړۍ کې اور لګېدلی

د عکس سرچینه، Sana

د عکس تشریح، دا انځور د سوریې خبري اژانس خپور کړی چې وايي بېړۍ کې اور لګېدلی

د سوریې په اوبو کې یوه تېل ایستونکې بېړۍ کې له اورلګېدنې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې د اور لګېدنې لامل هوایي برید و، ځینو ایراني رسنیو د سوريې د یوه چارواکي له خولې دغه برید دروغ بللی.

په سوریه کې د "سانا" دولتي اژانس ددغه هېواد د تېلو وزارت په قول لیکلي، ښکاري چې اورلګېدنه "د لبنان د اوبو له خوا د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله وي".

د شنبې په ورځ په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې وویل، چې تېل ایستونکې بېړۍ د ایراني نفتو محصولات لېږدول.

د دغې ډلې یو مدیر رامي عبدالرحمن وایي، دغه بېړۍ له ایرانه د بانیاس په لور تلله چې برید پرې وشو، هغه زیاته کړه تر اوسه لا مالومه نه ده چې برید د چا کار دی.

ښاغلي عبدالرحمن لږ وروسته وویل، چې په دغه برید کې د سوریې درې اوسېدونکي چې دوه یې خدمه دي، وژل شوي دي.

د ایران "العالُم" تلوېزیون د یوې سرچینې له خولې لیکلي چې پر یادې بېړۍ دوه توغندي لګېدلي دي، چې ډېر زیان یې نه دی اړولی.

العالم په یو بل خبر کې لیکلي، دا بېړۍ له هغو درېیو بېړیو یوه ده چې څه موده وړاندې د بانیاس بندر د تېلو ایستلو ځای ته تللې وې.

"څه موده وړاندې د ایران د خامو موادو یوه تېل ایستونکې بېړۍ دغه بندر ته ننوتې وه چې په دې کار سره د تېلو د چاڼ پیلېدو ته لاره هواره کړه او د سوریې له بازر سره یې مرسته وکړه."

خو د ایران د ملی امنیت عالي شورا دارالانشا ته نژدې د نورنیوز وېبپاڼې د یوه سوري پوځي چارواکي له خولې ویلي "په بانیاس بندر کې پر بېړۍ دغه برید چې ویل یې د سوریې تر کنټرول لاندې سیمه کې دی" دروغ وباله او ویې ویل دغه برید د بېړۍ د تشولو پرمهال د جوشکارۍ پر وخت د بې غورۍ له کبله رامنځته شوی.

د نور نیوز په وینا، د بېړۍ درې کاریګر د جوشکارۍ پر مهال وسوځېدل او مړه شول او دوه نور ټپي شوي لاهم درملل کېږي.

د سوریې رسمي اژانس ویلي، په بېړۍ کې له دې بریده راپورته شوې اورلګېدنه مهار شوې ده.

د سوریې رسمي سرچینو د بېړۍ د مالکیت او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

هلیوس ری د ګاډو لېږدوونکې سوداګریزه بېړۍ ده

د عکس سرچینه، vesselfinder.com

د عکس تشریح، هلیوس ری د ګاډو لېږدوونکې سوداګریزه بېړۍ ده

د شنبې په ورځ د سوریې د تېلو وزارت وویل، د اور وژنې ټیمونه توانېدلي چې په یوه ذخیره کې اور مړ کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د بانیاس ساحلي ښار د تېلو د چاڼ ځای دی چې د حمص کې د چاڼ ځای په ګډون د سوریې ډېرې ډیزلي اړتیاوې، سون توکي، تېل او نور نفتي محصولات برابروي.

په تېرو څو میاشتو کې ایران او اسراییلو یو بل پر دې تورن کړي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې پر بېړیو بریدونه کوي.

د ۲۰۲۱ کال فبروری په ۲۶مه د عمان په اوبو کې د اسراییلو د "هلیوس ری" په نوم یوه بېړۍ کې چاودنه وشوه چې لومړي وزیر یې عامل ایران وباله، خو ایران دغه ادعا رد کړه.