امریکا د ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ د نیولو امر کړی

گریس ۱

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسپانیایۍ بېړۍ د ایرانۍ تېل لېږدوونکې بېړۍ څنګ ته چې خپل بیرغ او نوم بدلوي

امریکا له جبل الطارق نه ایرانۍ 'ګرېس ۱' تېل وړونکې بېړۍ ته د وتلو له اجازې ورکولو یوه ورځ وروسته ددغې بېړۍ د نیولو امر کړی دی.‌

د امریکا د عدلیې وزارت غواړي دغه او نورې هغه بېړۍ چې تېل لېږدوي ضبط کړي. امریکا وايي دغو بېړیو له بندیزونو سرغړونه کړې او د پیسو سپینولو او ترهګریزو چارو کې هم برخه لري.

یاد وزارت زیاتوي، دا تېل لېږدوونکې بېړۍ چې د رپوټونو له مخې لاهم د جبل الطارق اوبو کې ده،‌ باید ونیوله شي دا ځکه چې په وینا یې "په ناقانونه توګه سوریې ته ممنوع شوي تېل لېږدوي".

تېره میاشت داغه ایرانۍ ګرېس ۱ بېړۍ په دې تور ودرول شوه چې ګني په ناقانونه توګه یې سوریې ته د تېلو لېږدولو سره د اروپايي ټولنې بندیزونه مات کړي دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ جبل الطارق کې عاليمحکمې پرېکړه وکړه که دا ضمانت وشي چې سوریې ته به تېل نه لېږدوي دا بېړۍ له جبل الطارق نه تېرېدلی شي.

ایران دا نه مني چې ګني د بېړۍ خوشې کولو ضمانت کې یې ژمنه کړې ده او دا هم وايي چې بېړۍ سوریې ته نه تله.‌

وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، د جبل الطارق له خوا بېړۍ ته د اجازې له ورکولو وروسته دا تېل لېږدوونکې بېړۍ خپل سفر ته چمتووالی نیسي. دا بېړۍ شپږ اونۍ درول شوې وه.

د ایران د سمندري چارو یوه چارواکي جلال اسلامي ویلي، ګرېس ۱ ته به یو نوی نوم ورکړل شي او بېرته ستنېدو کې به ایرانی بیرغ پرې ولګول شي.

فرانس پرېس خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي، دا بېړۍ له جبل الطارق نه له وتلو مخکې د نوې عملې په تمه ده.

وړاندې پر دغې بېړۍ د پاناما بیرغ لګول شوی و، خو وروسته له ایرانۍ تېل لېږدوونکې بېړۍ نه پاناما د خپل بیرغ لېږدولو حق واخیست.

ډونلډ ټرمپ وايي، دا بې پیلوټه الوتکه د امریکا جنګي بېړۍ یو اېس اې بوکسر ته په نژدې کېدو سره وویشتل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران بې پیلوټه الوتکه د امریکا جنګي بېړۍ یو اېس اې بوکسر ته په نژدې کېدو سره وویشتل شوه

امریکا چې د دغې ایرانۍ بېړۍ د درولو دوام یې غوښت، ویلي وو د بېړۍ عملې ته به وېزې نه ورکول کېږي.

ددغې بېړۍ له درول کېدو وروسته ایراني ځواکونو هرمز تنګي کې د برتانیا بیرغ لېږدوونکې یوه بېړۍ ونیوه.

په وروستیو میاشتو او پر ایران د امریکا د بندیزونو بیا لګولو وروسته د تېل لېږدوونکو بېړیو او د تېلو د بنسټونو په اړه ګڼې امنیتي پې‍ښې رامنځ ته شوې دي.