کانګو کې اورشیندی؛ له ګوما ښاره اوسېدونکي وتلو ته اړ شوي
د کانګو دېموکراتیک جمهوریت په ګوما ښار کې د اورشیندي له کبله خلکو ته له کورونو د وتلو امر شوی دی.
د ګوما ښار کابو دوه میلیون اوسېدونکو د اورشیندي له سیمو وتلي او خوندي سیمو ته یې پنا وړې ده.
په وروستي ځل په ۲۰۰۲ کال کې د دغه ښار په نژدې ۱۰ کیلومترۍ کې اورشیندي پیل شوي وو چې لږترلږه ۲۵۰ کسان یې ووژل او ۱۲۰ زره کسانو کورونه یې ویجاړ کړل.
د کانګو جمهوریت یوه ویاند پر ټویټر لیکلي: "د ګوما ښار د وګړو ایستل عملاً پیل شوي. دولت اوس د بېړنیو پرېکړو نیولو په درشل کې دی".
ددغه ښار یوه اوسېدونکي کارین امبالا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "د ګوګړ بوی هر ځای ته رسېدلی. له لیرې له غره نه د اورشیندي لمبې لیدل کېږي".

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters
له خلکو غوښتل شوي چې د سیک ښار ته وخوځېږي.
د روانډا "نیو ټایمز" خپرنۍ یوه وېډیو خپره کړې چې له کانګو سره پر پوله د رواندا روباوو ښار کې اورشیندي ښيي.
په ۱۹۷۷ کال کې تر ټولو خونړی اورشیندی راغلی و چې تر ۶۰۰ ډېر کسان یې ووژل.
د ګوما اورشیندي ته د رسېدنې ادارې ویلي، د کافي بودیجې د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخامخ ده.











