تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ژوند د تنوع نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې وضعیت څنګه دی؟
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
ځمکه د ټولو ژوندیو ګډ هستوګنځی دی او له چاپیریال سره چلند یا د ژوند بڼو ساتنه په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې د بشر مهمه اندېښنه ده. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره نن د مۍ ۲۲مه د ژوند بڼو یا حیاتیاتي تنوع نړیواله ورځ لمانځي.
د دغې نړیوالې ورځې سږنی شعار "د چاپېریالي ستونزې په هواري کې د بشر د ونډې زیاتول" ټاکل شوی دی.
په نړۍ کې د انسانانو شمېر شاوخوا اته میلیاردو ته رسېږي او که د ټولو ژوندیو شمېر هم پرې ور ګډ شي، خبره یې له حسابه وځي، خو حاکم باور دا دی چې زموږ شاوخوا کې د هر ژوندي موجود شتون حکمت دی او ژوند کول یې هم حق.
نړۍ هر کال د مۍ دوه ویشتمه د ژوند بڼو نړیواله ورځ لمانځي.
چاپیریال پوهان وايي، د دې ورځې له لمانځلو هدف د ژوند بڼو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړول، د هغوی ساتنه او له ژوند بڼو اغېزناکه ګټه اخیستنه ده.
د دغې نړیوالې ورځې سږنی شعار ''موږ د حل لارې برخه یوو '' ټاکل شوی چې اشاره یې د چاپیریالي ستونزو په هواري کې د انسان فعال رول ته ده.
افغان چاپیریال پوه مجبتی بشري د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان کې د ژوند بڼو وضعیت څنګه دی وویل:
"په افغانستان کې ژوند بڼې له بنسټیزو ستونزو سره مخامخې دي. د وحشي حیواناتو ښکار، د ځنګلونو وهل، د څړځایونه له منځه وړل، د هغو ځایونو له منځه وړل چې ژوي او بوټي پکې ګډ ژوند کوي ، دا اساسي ستونزې دي. په وروستیو کلونو کې افغان حکومت ګټور کارونه هم کړي لکه د قانون او مقررو جوړول، د ښکار قانون او دخلکو د عامه پوهاوي لوړولو لپاره ګامونه اخیستل شوي، خو دا بسنه نه کوي."
افغانستان د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ژوند بڼو د نړیوال کنوانسیون غړیتوب لري چې په ۱۹۹۰ کال کې رامنځته شوی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، ، یاد کنوانسیون ته یې په افغانستان کې د ژوند بڼو په اړه خپل شپږم راپور ور استولی دی.
د یادې ادارې ویاند جلال الدین ناصري وايي، په دغه راپور کې په افغانستان کې د ژوند بڼو د وضعیت او همدارنګه ژوندبڼو ته ورپېښ ګواښونه او فرصتونه له نړیوالو سره شریک شوي دي.
د ژوند بڼې د نړیوالې ورځې له لمانځنې څخه یو هدف دا هم دی چې بشر پخپل چاپېریال د نورو ژوندیو پر ژوند هم پام وکړي.
د افغانستان دنګ غرونه، نسبتا شنه ځنګلونه، روان سیندونه او جغرافیوي موقعیت د دې لامل شوي چې دغه هېواد د ژوند بڼو له اړخه د غني هېوادونو په کتار کې راشي.
د انسانانو ډېری چارې له ښکاره نیولې تر چاپیریال تر ککړولو په ځانګړي ډول سیندونو، ډنډونو او ویالو کې د پلاستیکي پاتي شونو غورځول، پر ګڼ شمېر نورو ژویو د ژوند ساحه دومره تنګوي چې ډېر کله یې ان د نسل د لمنځه تلو وېره پیدا شي.