بېل ګېټس او مېرمن یې له ۲۷ کاله ګډ ژوند وروسته بېلېږي
د امریکا یوه وتلې او شتمنه جوړه بېل ګېټس او مېرمن یې ملېنډا ګېټس ټوېټر کې د بیان خپرولو سره وايي، له ۲۷ کاله ګډ ژوند وروسته نور د یوې جوړې په توګه له دې وروسته په ګډ پاتېدو باور نه لري.
"له ډېر فکر او د خپلو اړیکو پر ساتلو له ډېرې هڅې وروسته موږ دا پرېکړه کړې چې خپل واده ختم کړو."
دوی اول ځل په ۱۹۸۰ کلونو کې هغه مهال سره ولیدل چې ملینډا له مایکروسافټ کمپنۍ سره یو ځای شوه. بېل ګېټس دا کمپنۍ جوړه او هغه وخت یې مشر و.
دا میلیاردران درې ماشومان لري او د خیریه چارو لپاره یې د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ هم جوړ کړی دی.
دې بنسټ د ملاریا په څېر له ځینو ناروغیو سره د مبارزې او ماشومانو کې د واکسین دودولو لپاره میلیاردونه ډالر لګولي دي.
بېل او ملېنډا د بل امریکايي پانګوال وارن بفټ په همکارۍ هغه کمپاین هم پیل کړی چې د نړۍ له میلیاردرانو دا ژمنه غواړي چې د خپلې شتمنۍ ډېره برخه پر خیریه چارو او د بشریت پر اړتیاوو ولګوي.
د نړۍ څلورم شتمن

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوربز مجلې د رپوټ له مخې بېل ګېټس ۱۲۴ میلیارد ډالر لري او دې سره د نړۍ تر ټولو شتمن څلورم کس دی.
نوموړي دا پیسې په ۱۹۷۰ کلونو کې د مایکروسافټ په بنسټولو سره ګټلې دي.
مایکروسافټ چې ښاغلی ګېټس یې یو بنسټګر دی اوس د نړۍ د سافټویر یا پوستکالي تر ټولو ستر شرکت دی.
اوس دې جوړې د ګډ ژوند ختمولو په تړاو خپله پرېکړه ټوېټر کې خپره کړې ده:
"تېرو ۲۷ کلونو کې موږ درې ګلالي بچیان وزېږول او یو بنسټ مو جوړ کړ چې ټوله نړۍ کې کار سره خلک د دې وړ کوي چې روغ او ګټور ژوند ولري."
دوی خپل ټوېټ کې زیاتوي: "موږ خپل دغه هدف کې خپل ګډ کار او باور جاري ساتو، خو نور دا باور نه لرو چې د ژوند راتلونکي پړاو کې ګډ ژوند وکړو."
دواړه څنګه سره یوځای شول

د عکس سرچینه، Getty Images
ملېنډا د تولیدي مدیرې په توګه پر ۱۹۸۷ کال له مایکروسافټ سره یو ځای شوه.
دوی دواړو همغه کال په نیویارک کې یوه ګډه ماښامنۍ سره درلوده او تر هغه وروسته یې لیدل سره پیل کړل.
بېل د دوی د ګډ ژوند په هکله په نټفلېکس مستند کې وايي: "موږ د یو بل ډېر خیال ساته او دلته دوه شونتیاوې وې، یا دا چې بېلېږو او یا هم واده کوو."
ملېنډا هم دغه مستند کې وايي، بېل ګېټس یې د زړه او احساسي مسلو په تړاو هم د علمي یا میتودیک شخصیت په څېر وپېژاند او ان پر سپینه تخته یې د اړیکې مخالف او موافق لېست لیکلی و.
دوی پر ۱۹۹۴ کال د لاني په هوایي ټاپو کې واده وکړ او د رپوټونو له مخې ټولې ځايي چورلکې یې کرایه کړې وې چې د نابللیو مېلمنو مخه ونیسي.
بېل ګېټس تېر کال د مایکروسافټ کمپنۍ له بورډ لاس پر سر شو او ویې ویل، تر دې وروسته خیریه چارو ته ځان رسوي.
ګېټس بنسټ

د عکس سرچینه، Getty Images
دې جوړې پر ۲۰۰۰ کال په سیاټل کې د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ جوړ کړ.
دا بنسټ تر ډېره پر عامه روغتیا، زدکړې او اقلیمي بدلون تمرکز لري.
مالي ارزښت کې یې هغه یو اعشاریه ۷۵ میلیارده ډالر هم راځي چې د کورونا وبا پر مهال د واکسین نوښت او څېړنې ته ځانګري شوي.
په ۲۰۱۹ کال دغه بنسټ تر ۴۳ میلیارد ډالرو ډېره خالصه شتمني درلوده.
بېل او ملینډا دې بنسټ کې د ۱۹۹۴ او ۲۰۱۸ کال ترمنځ تر ۳۶ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې واچولې.










