د اسیا تر ټولو شتمن کس له امازون سره سیالي پیل کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې یوه لوی کاروباري شرکت، چې څښتن یې د اسیا تر ټولو شتمن کس موکېش امباني دی، اوس په دې هېواد کې له امازون شرکت سره سیالي پیل کړې.
د 'رېلاینس انډسټريز ' په نامه دا شرکت وایي، له دې وروسته به دوی هم په هند کې د پېرېدونکو تر کوره د خوراکي توکو د ور رسولو خدمات پیلوي.
یاد شرکت پر موبایل تیلیفون وار د مخه ګڼ شمېر مشتریان او کاروونکي لري، او غواړي چې همدا خلک یې اوس له دې نوې پروژې هم ګټه واخلي.
کارپوهان وایي، دا پروژه به د هند هغو شرکتونو سره سیالي کوي چې وار د مخه دا ډول خدمات وړاندې کوي.
د ښاغلي امباني شرکت وایي، دوی به له دې وروسته په وړیا توګه او په ډېر کم وخت کې خوراکي توکي د خلکو تر کورونو ور رسوي.
د دوی په لېست کې دا مهال شاوخوا پنځوس زره خوراکي توکي دي چې خپلو مشتریانو ته یې کور ته ور رسولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دا شرکت خوراکي توکي پخپله خلکو ته نه ور وړي، بلکې د دې چارې لپاره یې یو اپلیکېشن جوړ کړی چې پر مټ یې پېرېدونکي مخامخ له سوداګر یا دوکاندار سره اړیکه نیولی شي.
په هندې کې د موبایل یا انټرنېټ له لارې د خوراکي توکو اخیستنې بازار لا نوی دی، او د دې هېواد د نفوس بیخي کمه برخه یې کاروي.
خو شنونکي اټکل کوي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به دا بازار پراخ شي او هر کال به په اوسط ډول د کابو پنځلس میلیارده ډالرو کاروبار پکې کېږي.
په دې هېواد کې انټرنېټي بازار دا مهال د امازون او فلېپکارټ شرکتونو نیولی دی.
خو تېر کال د هند حکومت یو نوی قانون رامنځته کړی چې له مخې یې بهرنیو شرکتونو لپاره سوداګري یو څه ګرانه شوه. د دې قانون له برکته هندي شرکتونه وتوانېدل چې له بهرنیو هغو سره سیالي وکړي.
د موکېش امباني په اړه ویل کېږي چې ټوله شتمني یې کابو ۶۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي اصل کاروبار د تېلو سوداګري ده، خو د مخابراتو په ګډون په نورو برخو کې یې هم پراخه پانګونه کړې ده.








