تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لویدیځوالو ته د پوتین خبرداری: د روسیې له سرو کرښو مه تېرېږئ، پښېمان به شئ
د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین لوېدیځوالو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې له 'سرو کرښو ' تېر نه شي. نوموړي دغه راز هغه څه غندلي چې دی یې د بېلاروس پر ضد د کودتا توطیه بولي.
ښاغلي پوتین دا څرګندونې چارشنبه روسیانو ته په خپله کلنۍ وینا کې، چې په ژوندۍ بڼه له ټلویزیونه خپرېده، کړې دي.
ښاغلی پوتین دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د اوکراین او خپل سیاسي مخالف الیکسي نوالنې موضوعاتو پر سر له لوېدیځوالو سره یې سیاسي ناندرۍ ډېرې شوې دي.
نوموړي وویل: ''د بې انصافۍ بندیزونه په لا خطرناک څه بدلېږي، په بېلا روس کې د کودتا توطئیه. '' ولادمیر پوتین په همدې دلیل د بېلاروس ولسمشر الیکساندر لوکا شینکا ملاتړ وکړ، چې مخالفان یې په ډېرېدو دي.
له دې مخکې د اپریل پر ۱۷ بېلاروس چارواکو اعلان وکړ چې د ولسمشر لوکا شینکا د وژلو یوه داسې کودتا یې ناکامه کړې چې د دوی په وینا د امریکا ملاتړ یې درلود.
بل لور ته د روسیې ولسمشر په خپله وینا کې وویل، روسیه له ټولو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړي، خو په وینا یې لوېدیځوال قوتونه پرلپسې له روسیې سره د 'ډغرې وهلو ' هڅه کوي:
''موږ نه غواړو پلونه وسوځوو، خو که چا ته زموږ ښه نیت کمزوري ښکاري، زموږ غبرګون به چټک، غاښ ماتوونکی او سخت وي. موږ به په هره موضوع کې د ځان لپاره سرې کرښې معلومې کړو، چې په کوم ځای کې دي. ''
په دې وروستیو کې د روسیې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د اوکراین موضوع پر سر تاو تریخوالی ډېر شوی دی،
تازه رپوټونو کې ویل کېږي روسیې ناندریزو سیمو ته څېرمه له ۱۰۰ زره ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
ولسشمر پوتین په دې تړاو لویدیځوالو ته ښکاره وویل: ''هغه څوک چې د روسیې پر ضد پاروونې تنظیموي (د خپلو کړنو له کبله) به داسې پښېمان شي، چې مخکې به یې داسې پښېماني نه وي لیدلي. ''
تېره اونۍ امریکا متحدو ایالتونو پر کریملین د 'بدنیتۍ فعالیتونو ' تور پورې کړ او لس روسي دیپلوماتان یې وشړل. روسیې هم په ورته کړنې سره خپل غبرګون څرګند کړ.
همدا راز د روسیې، چیک جمهوریت او پولنډ تر منځ هم د دیپلوماتانو شړلو سخت غبرګونونه تبادله شول.
بل لور ته د روسیې په ختیځ کې د پوتین معترض الیکسي نوالنې سلګونه ملاتړي مظاهرې کوي.
ښاغلی نوالني دا مهال سخت ناروغ دی، د لوږې اعتصاب یې کړی او له مسکوه ۱۸۰ کیلومتره لېرې د ولادیمر سیمې په یوه روغتون - زندان کې یې درملنه کېږي.
د روسیې په لر او بر کې د نوموړي لسګونه پلویان نیول شوي دي. روسي چارواکي وايي، د نوالنې پلویانو پراخې مظاهرې غیر قانوني دي.