تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کریمیلین د پوتین لخوا الیکسي نوالني ته د زهرو ورکول ردوي
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه تورونه رد کړي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په خوښه نیوکګر سیاستوال الیکسي نوالني ته زهرو ورکړل شوي. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف وايي، دغه تورونه دورغ دي او باید جدي و نه بلل شي.
په جرمني کې هغه ډاکتران چې د ښاغلي نوالني درملنه کوي وايي، 'ښايي ' هغه ته زهر ورکړل شوي و، خو ښاغلی پیسکوف پوښتي، ولې دوی دغسې نظر څرګندولو ته 'بیړه ' لري؟
د ولسمشر پوتین ښکېلتیا په تړاو ښاغلي پیسکوف وویل:
''موږ داسې تورونه جدي نه شو بللای. داسې خبرې قطعاً رښتیا نه دي. دا 'تشې ګنګوسې ' دي، ځکه نو موږ دا جدي نه شو بللای. ''
په ځواب کې د ښاغلي نوالنی ویاندې کیرا یارمیش پر ټویټر ولیکل:
''که څه هم موږ ټول ښه پوهېږو چې څوک دی، خو دا څرګنده وه چې جرم به جدي نه څېړل کېږي او نه به مجرم موندل کېږي. ''
ښاغلی پیسکوف وايي، د روسي او جرمن ډاکترانو تشخیص ورته دی، خو 'پایلې یې بېلا بېلې ' دي.
ښاغلي نوالني د پنجشنبې پر ورځ له تومسک نه مسکو ته د هوايي سفر پر مهال ناروغ شو. د نوموړي پلویان شک کوي چې په تومسک هوايي ډګر کې نوموړي ته په چایو کې زهر ورکړل شوي دي.
له دې مخکې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل له روسیې وغوښتل چې د دغه هېواد د حکومت پر وتلي نیوکګر الیکسی نوالني د کیمیایي برید په هکله پوره او کره څېړنه وکړي.
د جرمني پلازمېنه برلین کې کې ډاکټران- چې نوالني یې معاینه کړی - وايي، ښايي نوموړی ډېرو زهرو باندې بې هوش شوی وي.
د چارته روغتون ډاکټرانو بیانیه وایي، معاینې ښيي چې یو ډول زهرو د ښاغلي نوالني مغز او عصبي سیسم زیانمن کړی دی.
د روغتون رپوټ کې دا هم ویل شوي چې اوږدمهالی اغېز یې مالوم نه دی، خو دا مهال د ښاغلي نوالني د مرګ وېره نشته.
نوموړی داسې خونه کې بې هوشه بستر دی چې ساتونکي یې څاري.
ښاغلی نوالني د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین وتلی نیوکګر دی او کرېملین په پراخ فساد تورنوي.
هغه څلور ورځې مخکې مسکو ته د تلو پر مهال الوتکه کې بې هوش شو او الوتکه مجبوره شوه چې امسک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړي او ښاغلی نوالني سملاسي روغتون ته ولېږدول شي.
جرمني کې فعالانو امسک ښار ته الوتکه واستوله، چې د درملنې لپاره نوموړی برلین ته ولېږدوي.
د نوموړي د سخت درد د پیلېدو ویډیو هم شوې او هغه کې نوالني ښودل کېږي چې له سایبریا-مسکو ته د الوتنې پر مهال له سخت درد رنځېږي.
برلین کې د چارته روغتون بیان د دوشنبې په ورځ په داسې مهال خپور شو چې د روسي ډاکټرانو هغه ډله- چې ښاغلی نوالني یې درمللی- ټینګار کوي چې د نوموړي بدن کې یې زهر نه دي موندلي.
د دوی په باور، د ښاغلي نوالني د وینې د شکرې کمېدل د نوموړي د دې ناروغۍ سبب شوی دی.
خو بیا هم د روسیې روغتیايي چارواکو لږ وروسته ومنله چې د ویلادیمیر پوتین د دغه سخت نیوکګر پر پوست او وېښتانو د صعنتي کیمیايي موادو تېرېدل پیدا شوي دي.
جرمن ډاکټران څه وايي؟
د برلین چارته روغتون ډاکټران وايي، لا هم مالومه نه ده چې کومه زهري ماده کارول شوې ده، کره او ژور تحلیل پیل شوی.
دوی دا هم وايي، د دې پېښې ژور اغېز لا مالوم نه دی، خو خبرداری ورکوي چې ښايي د الیکسي نوالني پر عصبي سیستم د دې زهرو اغېز سخت او ان اوږدمهالی وي.
ښاغلی نوالني لا هم د چارته روغتون د جدي څار خونه کې دی او ډاکټرانو د ښاغلي نوالني لپاره اتروپین کارولي.
د زهر ضد دا ماده پر ۲۰۱۸ کال د برتانیا په سالزبري ښار کې د روسیې د استخباراتو د پخواني کارکوونکي سرګي سکریپال او د هغه د لور لپاره هم کارول شوې وه، چې له زهرو یې وژغوري.
الیکسي نوالني څوک دی؟
الیکسي نوالني په روسیه کې د اداري فساد پر ضد پراخ کمپاین چلوي او له همدې کبله مشهور دی.
نوموړی د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ګوند (متحده روسیه) "د غلو ډله" بولي او د خپل کمپاین له کبله څو څو ځله زنداني شوی هم دی.
په ۲۰۱۱ کال کې نوموړي د ولسمشر پوتین پر ګوند نیوکې وکړې چې په پارلماني ټاکنو کې یې درغلۍ کړې وې او له کبله یې پنځلس ورځې زنداني شو.
په ۲۰۱۳ کال کې دی پخپله د فساد په تور ونیول شو او زنداني شو، خو ټینګار یې کاوه چې پر ضد یې قضیه سیاسي ده.
الیکسي نوالني هڅه وکړه چې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي، خو له دې کبله یې نوماندي رد شوه چې د فساد قضیه یې درلوده.