تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راول کاسټرو ۶۰ کاله وروسته د کیوبا له کمونېست ګوند له مشرۍ لاس پر سر شو
د فیډل کاسټرو ورور، راول کاسټرو د کیوبا د کمونېست ګوند له کابو شپږ لسیزې مشرۍ وروسته د ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.
راول کاسټرو د کیوبا د انقلاب له مشرانو څخه و، او په ۱۹۵۹ کال د چي ګوارا په څېر کسانو، چې فیډل کاسترو هغه مهال ددې ګوند مشري کوله، د کیوبا د کمونېستي نظام بنسټ ټینګ کړ.
د هغه د استعفا وړاندوېینه شوې وه. له کابو شپږو لسیزو راهیسې دواړه وروڼه د کمونېست ګوند په مشرتابه کې پاتې شوي دي.
راول کاسټرو د ۱۹۳۱ کال د جولای پر ۳مه هاوانا کې زیږېدلی او په همدې ښار کې یې ښوونځی لوستی. وروسته یې د پلازمېنې پوهنتون کې اقتصاد ولوست.
راول کاسټرو د کیوبا په سنټیاګو کې پر مونکاډا پوځي اډه د ۱۹۵۳ کال نابریالي برید له طراحانو ګڼل کېږي، چې ده او ورور یې فیډل کاسټرو د جنرال باتیستا په مشرۍ د حکومت راپرځول غوښتل.
له برید وروسته، هغه ونیول شو او په ۱۳ کلونو زندان محکوم شو، خو به ۱۹۵۵ کال یې د بند موده وبخښل شوه او مکسیکو ته تبعید کړل شو.
همدا وو چې راول کاسټرو له چي ګوارا سره وپېژندل او هغه یې خپل ورور فیډل کاسټرو ته معرفي کړ، په دې سره راول د کیوبا د انقلاب له بنسټګرانو ګڼل کېږي.
راول کاسترو یو کال وروسته (د ۱۹۵۶ډیسمبر کې) کیوبا ته ستون شو.
فیډل کاسټرو وروسته د کیوبا د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او راول یې د پوځي انقلابي ځواکونو قومندان وټاکه، مخکې راول تر ۲۰۰۸ کال پورې ددغو ځواکونو مشر و.
په ټولو هغو کلوو کې چې راول کاسترو د کیوبا د انقلابي پوځي ځواکونو مشري کوله، په زرغون رنګه جامو کې لیدل کېده.
د فیډل او راول پلار د (ګنیو) یوه کرونده لرله، چې زامنو به یې هم تل پرې ویاړل او انځورونه به یې خپرول.
ګني د کیوبا د کرنې اصلي صنعت دی.
فیډل کاسټرو له ۱۹۵۶ کال راهیسې د کیوبا د کمونېست ګوند نوي جوړښت رامنځ ته کړ او تر ۲۰۱۱ کال پورې د ګوند مشر و.
راول کاسټرو د خپل سیاسي فعالیت ډېره برخه له خپل مشر ورور فیډل سره تېره کړه.
په ۲۰۱۵ کال راول کاسټرو د امریکا د هغه وخت له ولسمشر بارک اوباما سره روغبړ کې ژمنه وکړه چې د څه باندې ۶۰ کلونو دوښمنۍ ته خاتمه ورکړي.
دواړو مشرانو یو کال وروسته هاوانا ته د بارک اوباما د تاریخي سفر پرمهال یوځل بیا د باسکټبال لوبو پرمهال له یو بل سره ولیدل.
هغه د ۲۰۱۶ کال د نومبر پر ۲۵مه، د فیډل کاسټرو تر مړینې وروسته د خپل ورور مړی په یوه عادي هدیره کې خاورو ته وسپاره.
- د ټولو انځورونو د خپرولو حقونه خوندي دي