کابل هوايي ډګر کې د 'امنیتي ګواښ' له کبله د پاکستان پارلماني پلاوي سفر وځنډېد

اسد

د عکس سرچینه، Asad Qaiser

افغانستان ته د پاکستان د پارلمان د یوه جګپوړي پلاوي د پنجشنبې ورځې سفر د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د تړل کېدو له امله وځنډېد. د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشرۍ دغه پلاوی د دریو ورځو لپاره افغانستان ته راته.

افغان چارواکي وايي، هوايي ډګر کې د پخوانیو باروتو د شنډولو له امله دې الوتکې ته د نه کېناستو خبره شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خپل ټوېټر کې لیکي: "د امنیتي ګواښ له امله هوايي ډګر تړلی و، د پارلماني مشر د کابل سفر وځنډېد."

صادق خان زیاتوي، الوتکه کوزېدو ته نږدې وه، خو کنټرول خونې د هوایي ډګر د بندېدو خبره وکړه. نوموړی وایي چې کابل ته د دغه پارلماني پلاوي د بیا تګ نېټه به له کره سلا مشورو وروسته اعلان شي.

هوایي ډګر کې ستونزه څه وه؟

ډګر

د عکس سرچینه، Civil Aviation Authority

د افغانستان ملي هوايي چلن ویاند محمد نعیم صالحي وايي، هوايي ډګر د تخنیکي ستونزو له امله تر یو ساعت او شل دقیقو تړلی و.

د نوموړي په خبره، د هوايي ډګر یوه برخه کې ساختماني کار روان و، ځکه دا الوتنې وځنډېدې او اوس حالت عادي شوی دی. ښاغلي صالحي بي بي سي ته وویل:

"تاسو پوهېږئ په هوايي ډګر کې څو رامپونه یا د الوتکې تمځایونه شته، د پنځم تمځای په سیمه کې ساختماني کار روان و، چې له امله یې هلته تخنیکي ستونزه رامنځته شوه. له یوه ساعت او شل دقیقو وروسته ستونزه زموږ تخنیکي ډلې ستونزه حل کړه او په دغه وخت کې د څلورو، پنځو الوتکو الوتني او ناستې وځنډي. اوس الوتنې او ناستې په عادي ‌ډول پیل شوې او د ماهان او ترکي شرکتونو الوتکو ناستې او الوتني کړې او کام ایر او نورو شرکتونو الوتنې بېرته پیل کړې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځی وايي، تر دې پېښې وروسته د پاکستان د پارلمان مشر سره د افغان ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني خبرې کړې او هغوی ویلي څه خبره نه ده بیا به پلان جوړ کړو او کابل ته به در شو.

عبدالقادر ځاځي د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل، کله چې الوتکه د کابل فضا ته راوسېده، کنټرول خونه د بهرنیو دوستانو سره ده. هغوی اجازه ور نه کړه:

"کله مو چې پوښتنه وکړه، ویل یې د ځغاستلیکې څنګ ته چې پخوا کوم باروت و هغه یې شنډول نو ځکه یې الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړه."

نوموړی زیاتوي څو الوتکو ته د ناستې اجازه نه ده ور کړل شوې او پنځه شپږ الوتنې هم له کابل ځنډول شوې دي.

د اسد قیصر د سفر موخه څه وه؟

اسد

د عکس سرچینه، Asad Qaiser

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق د اپرېل په شپږمه کابل ته د پاکستاني پلاوي د تګ خبره وکړه.

هغه هیله وښوده چې دې درې ورځني سفر کې به ښاغلی قیصر هغه اختلافونه هم پر دوه اړخیزو اړیکو بدل کړي چې لا د مخه ښه والی پکې راغلی دی.

کابل کې هم له څو ورځو راهیسې د ښاغلي قیصر د هرکلي لپاره تیاری شوی دی او پر دارالامان سړک چې ولسي جرګې ته ځي د افغانستان او پاکستان بیرغونه او د ښاغلي قیصر انځورونه لګول شوي دي.

عبدالقادر ځاځی وايي، ټاکلې وه اسد قیصر او ور سره پلاوی پر ولسي او مشرانو جرګو سربېره د افغان ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او وروستۍ لیدنه کې له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د افغانستان د پارلمان یو پلاوی د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په مشرۍ پاکستان ته په سفر تللی و او د هماغه سفر پر وخت یې پاکستاني لوري ته هم کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه.