تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندونیزیا او ختیځ تیمور کې سېلابونه؛ د مړو شمېر تر ۱۵۰ واوښت
په اندونیزیا او ختیځ تیمور کې د خاورین باد او توپان له کبله سېلابونه راوتلي او ځمکې ښویېدلې چې له امله یې تر اوسه لږترلږه ۱۵۰ کسان مړه شوي دي.
تر اوسه لاهم لسګونه کسان ورک او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د سروجا په نامه دا توپان د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا مرکزي ټاپوګانو کې پیل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې ښايي په اندونیزیا کې د هوا حالات تر راتلونکو څو ورځو پورې نور هم بدتر شي.
په دې سیمو کې له دوشنبې ورځې راهیسې سېلابونه او ځمک ښویېدنه روانه ده.
د اسیا په سوېل ختیځو هېوادونو کې بارانونو او سېلابونو پراخه ویجاړي رامنځ ته کړې ده او د اوبو د سطحې په لوړېدو سره زرګونه کورونه په سېلابونو کې ډوب شوي دي.
د زیان کچه د اندونیزیا په ختیځ کې تر فلورس ټاپو او ختیځ تیمور پورې غځېدلې ده.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند رسنیو ته ویلي: "خټو، اوبو او خرابې هوا د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخامخ کړی، ژغورندیو او مرستندویو ډلو ته هم د لټون چارې ګرانې شوې دي".
د اندونیزیا مجمع الجزایر په ټولو برخو کې د ورښتونو په موسمونو کې د ځمکې ښویېدل او د سېلابونو راوتل یو نامعمول کار دی.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې د رپوټ پربنسټ، ددې هېواد کابو نیمايي وګړي - چې کابو ۱۲۵ میلیون انسانان کېږي - د ځمکې احتمالي ښویېدو سیمو کې اوسېږي.