سویس کې خلکو پر مخ پټولو د بنديز حق کې رايه ورکړه

سويس کې خلکو په عامه ځايونو کې د مخ پټولو د بنديز په تاييد کې رايه ورکړې ده، چې په هغو کې د مسلمانو مېرمنو "برقع او نقاب" هم شامل دي.

د رسمې شمېرو له مخې په دغه ټولپوښتنه کې ٪۵۱.۲ سلنه وګړو د هغو وړانديزونو په پلوۍ رايه ورکړې چې غواړي په عامه ځايونو کې څوک اجازه ونلري چې خپل مخ پټ کړي، پاتې ٪۴۸.۸ سلنه وګړو د دې پر ضد رايه ورکړې ده.

دغه کمپاين د سويس د ښي اړخي ګوند (اېس وي پي) يا د سويس پيپلز ګوند له خوا پيل شوی و او د "افراطيت مخه ونيسي" په څېر له شعارونو سره يې د مخ پټولو پر ضد کمپاین کاوه.

په سويس کې يوې اسلامي ډلې بيا دغه پايله د مسلمانانو لپاره "توره ورځ" بللې ده.

په دې هېواد کې د مسلمانانو مرکزي شورا په يوه بيانيه کې ويلي دي چې دغه پرېکړه به په محکمه کې ننګوي او وايي د "نن ورځې پرېکړه زاړه ټپونه پرانيزي او د قانوني نابرابرۍ اصل نور هم پراخه کوي او مسلمانانو ته د محروميت ښکاره پيغام استوي"

د سويس حکومت وړاندې د مخ پټولو د بنديز له غوښتنې سره مخالفت کړی و او ويلي وو، دا د دولت کار نه دي چې ښځو ته ووايي څه ډول جامې بايد واغوندي.

اټکل کېږي په سويس کې هېڅوک هم برقع نه اغوندي او هغه مسلمانې مېرمنې چې نقاب په سر کوي هم ډېرې کمې دي او ويل کېږي چې شمېر يې د دېرشو تنو په شاوخوا کې دي.

د دغه اقدام پلویان دا ښه ګام بولی خو د بشري حقونو ځینې فعالان بیا دا کار د مسلمانو ښځو خلاف له تعصب او تبعیضه ډک چلند بولي، ځکه د یو شمېر ښځو لپاره مخ پټول د مذهب لازمه برخه ده.

له دې وړاندې ډنمارک، فرانسې، اتریش، بلجیم او هالنډ په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې هم د حجاب او مخ پټولو ورته محدودیتونه پلي شوي دي.