د ایران په اړه د امریکايي او اسراییلي مشرانو خبرې

اسراییل - امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هارېس د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر بېلابېلو مسایلو تلېفوني خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وايي اغلې هارېس په دې تلیفوني اړیکه کې د اسراییلو لومړي وزیر ته د دغه هېواد د امنیت لپاره د امریکا د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

دواړو خواو دا راز د ایران د اټومي پروګرام او د دغه هېواد د سیمه ییزو سیاستونو په ګډون د منځني ختیځ اړوند د امنیتي او استخباراتي همکاریو په دوام او پراختیا هم ټینګار کړی دی.

دا امریکا کې د نوې ادارې له جوړېدو راهیسې د بنیامین نتانیاهو سره د امریکا د مرستیال ولسمشرې لومړنۍ خبرې دي.

د بنیامین نتانیاهو دفتر ويلي هغه د امریکا مرستیال ولسمشرې ته وویل چې په خپل ټول توان سره به اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي، ځکه نوموړی وايي چې ایران دا وسلې "زموږ د لمنځه وړلو لپاره جوړوي."

متحدو ایالتونو کې د جو بایډن ادارې له رامنځته کېدو راهیسې د ایران په تړاو د امریکا او اسراییلو د دریځونو ترمنځ د واټن پېدا کېدو د احتمال انګېرنې پېدا شوې دي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال چې ښاغلی بایډن یې مرستیال و، د امریکا او اسراییل د مشرانو ترمنځ کمساري اختلافات راولاړ شول، خو وروسته د ډونلډ ټرمپ په راتګ سره واشنګټن په بې مخینې ډول د اسراییل د ځینو سیاستونو ملاتړ وکړ.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډونلډ ټرمپ په راتګ سره واشنګټن په بې مخینې ډول د اسراییل د ځینو سیاستونو ملاتړ وکړ

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د اسراییل لومړي وزیر سره لومړۍ تلیفوني خبرې واک ته تر رسېدو یوه میاشت وروسته وکړې.

دا خبرې داسې مهال وشوې چې امریکا ایران سره ناسته کې ګډون ته چمتووالی وښود.

د امریکا مرستیال ولسمشرې کماله هارېس په دې تلیفوني خبرو کې د جرمنو نړیوالې محکمې لخوا د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسراییلو د جنګي جرمنو د څېړل کېدو له پرېکړې سره مخالفت وښود.

د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا او اسراییلو د دغو چارواکو تر تلیفوني خبرو یوه ورځ وړاندې اعلان وکړ چې د اسراییلي ځواکونو او د فلسطین وسله والو ډلو لخوا د ترسره شویو جنایتونو تورونه څېړي.