تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د میانمار لاریونونو پر خونړۍ ورځ ۳۸ کسان وژل شوي
د میانمار (برما) په ګڼو ښارونو کې پر امنیتي ځواکونو تور دی چې له مخکې خبراوي پرته یې پر لاریونیانو ډزې کړې دي. ملګري ملتونه وايي، په یوه ورځ میانمار کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي، چې دا په دې هېواد کې د پوځي کودتا له پیلېدو راهیسې تر "ټولو خونړۍ ورځ" وه.
میانمار ته د ملګرو ملتونو استازې کریستین شرانر بورجینر هلته روان وضعیت زړه بوږنوونکی بللی دی.
دا وايي، ښکاري چې امنیتي ځواکونو پر لاریونیانو ډزې کړې دي.
په تېره فبرروۍ میاشت کې وروسته تر هغه چې پوځي واک په لاس کې واخیست، په ټول هېواد کې ولسي پاڅون او پراخ لاریونونه پیل شول.
لاریونیانو د پوځي واک ختمېدو او د منتخب حکومت د چارواکو او مشرې انګ سان سومچي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده چې د کودتا پرمهال نیول شوي دي.
میانمار کې دا تازه پېښې یوه ورځ تر هغه وروسته شوې، چې ددغه هېواد ګاونډیو هېوادونو پر پوځ له زغمه د کار اخیستو غوښتنه کړې وه.
د چارشنبې په ورځ میانمار کې تر ټولو ډېره تاوتریخجنه او له مرګونو ډکه ورځ وه.
عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امنیتي ځواکونو په ګڼو ښارونو کې له مخکې خبراوي پرته پر لاریونیانو ډزې کړې دي.
په مونیوا کې پر لاریونیانو ډزو کې ځینې کسن وژل شوي، په یانګون، ماندالای او مینجین کې هم د وژنو رپوټونه ورکړل شوي.
لاریونونه ولې پیل شول؟
په میانمار کې د حکومت له ړنګېدا وروسته پوځ واک ته ورسېد او بېړنی حالت یې اعلان کړ.
څو ورځې وروسته عامو خلکو ملکي اعتصاب پیل کړ.
د خلکو دا خوځښت ورو ورو ډېر شو او سلګونه زره خلک واټونو ته راووتل.
خو په وروستیو ورځو کې د پولیسو او ولسي وګړو ترمنځ تاوتریخوالی په ډېرېدو شو.