د میانمار لاریونونو پر خونړۍ ورځ ۳۸ کسان وژل شوي

ميانمار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیسو پر لاریونیانو اوښنل غاز او ربړي ګولۍ ویشتلې

د میانمار (برما) په ګڼو ښارونو کې پر امنیتي ځواکونو تور دی چې له مخکې خبراوي پرته یې پر لاریونیانو ډزې کړې دي. ملګري ملتونه وايي، په یوه ورځ میانمار کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي، چې دا په دې هېواد کې د پوځي کودتا له پیلېدو راهیسې تر "ټولو خونړۍ ورځ" وه.

میانمار ته د ملګرو ملتونو استازې کریستین شرانر بورجینر هلته روان وضعیت زړه بوږنوونکی بللی دی.

دا وايي، ښکاري چې امنیتي ځواکونو پر لاریونیانو ډزې کړې دي.

په تېره فبرروۍ میاشت کې وروسته تر هغه چې پوځي واک په لاس کې واخیست، په ټول هېواد کې ولسي پاڅون او پراخ لاریونونه ‌پیل شول.

لاریونیانو د پوځي واک ختمېدو او د منتخب حکومت د چارواکو او مشرې انګ سان سومچي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده چې د کودتا پرمهال نیول شوي دي.

Protesters sit in a street holding makeshift shields as they face police in riot gear, in Mandalay on 3 March 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

لاریونیانو په ګڼو ښارونو کې موانع جوړ کړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریونیانو په ګڼو ښارونو کې موانع جوړ کړي

میانمار کې دا تازه پېښې یوه ورځ تر هغه وروسته شوې، چې ددغه هېواد ګاونډیو هېوادونو پر پوځ له زغمه د کار اخیستو غوښتنه کړې وه.

د چارشنبې په ورځ میانمار کې تر ټولو ډېره تاوتریخجنه او له مرګونو ډکه ورځ وه.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امنیتي ځواکونو په ګڼو ښارونو کې له مخکې خبراوي پرته پر لاریونیانو ډزې کړې دي.

په مونیوا کې پر لاریونیانو ډزو کې ځینې کسن وژل شوي، په یانګون، ماندالای او مینجین کې هم د وژنو رپوټونه ورکړل شوي.

لاریونونه ولې پیل شول؟

ټپيان

د عکس سرچینه، BBC BURMESE

په میانمار کې د حکومت له ړنګېدا وروسته پوځ واک ته ورسېد او بېړنی حالت یې اعلان کړ.

څو ورځې وروسته عامو خلکو ملکي اعتصاب پیل کړ.

د خلکو دا خوځښت ورو ورو ډېر شو او سلګونه زره خلک واټونو ته راووتل.

خو په وروستیو ورځو کې د پولیسو او ولسي وګړو ترمنځ‌ تاوتریخوالی په ډېرېدو شو.