د فرانسې پخوانی ولسمشر نېکولاس سارکوزي په ۳ کاله بند محکوم شو

د پاریس یوې محکمې د فرانسې پخواني ولسمشر نېکولاس سارکوزي ته د فساد په یوه قضیه کې د درې کاله بند سزا اورولې ده،‌ خو له دې مودې یې دوه کاله سزا تاجیل یا ځنډول شوې.

پر ۶۶ کلن پخواني‌ ولسمشر تور دی چې د خپل ګوند په اړه یوه جرمي قضیه کې یې د اړوند قاضي نه مالومات غوښتي وو،‌ او په بدل کې یې هغه ته په یو لوړ پوسټ د دندې وړاندیز کړی و.‌

محکمې د "ګېلبرټ ازیبرټ‌" په نامه دې قاضي او همدا راز د پخواني ولسمشر وکیل "تیئري هرزوګ" ته هم د درې کلن بند سزاوې اورولې دي.

محکمې خپله پرېکړه کې ویلي،‌ پخوانی ولسمشر نېکولاس سارکوزي کولای شي چې د خپل بند موده د زندان پر ځای خپل کور کې تېره کړي، خو یوه الېکترونیکي‌ اله به ورپورې تړلې وي او د ده نقل و حرکت به څاري.

محکمې ویلي، پخوانی ولسمشر او وکیل یې پوهېدل چې غلط کار کوي، او په خپلو کړنو یې د عدالت نوم بد کړی.

تمه کېږي چې ښاغلی سارکوزي به د محکمې د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کوي.‌

یاده دې وي چې تر نېکولاس سارکوزي‌ وړاندې د فرانسې یو بل ولسمشر جاک شیراک ته هم په ۲۰۱۱ کال کې د محکمې لخوا د دوه کلن بند سزا اورول شوې وه.

پر جاک شیراک تور و چې کله د پاریس ښاروال و نو خپلو ملاتړي یې په ناقانونه توګه ښاروالۍ کې پر دندو ګومارلي‌ وو.

د سارکوزي‌ پر ضد قضیه څه وه؟

پر پخواني ولسمشر نېکولاس سارکوزي‌ تور و چې د ۲۰۰۷ کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یې د خپل کمپاین لپاره ناقانونه مالي مرسته ترلاسه کړې وه.‌

وروسته پلټونکو په همدې قضه کې د ښاغلي سارکوزي د وکیل "تیئري هرزوګ" او د قضیې اړوند قاضي "ګېلبرټ ازیبرټ‌" ترمنځ تیلیفوني خبرې ثبتې کړې وې.

دا تیلیفوني خبرې پر هغه شمېره کېدلې چې په یوه جعلي نوم ثبت شوې وه او ښاغلي‌ سارکوزي به خپل وکیل سره د خبرو لپاره کاروله.‌

څارنوالانو د پخواني ولسمشر لپاره د څلور کلن بند سزا غوښتنه کړې وه، چې دوه کاله به یې ځنډول کېده.

ټاکل شوې ده چې نېکولاس سارکوزي روانه مارچ میاشت کې یوه بله قضیه کې هم محکمې ته وړاندې شي.

په دې دویمه قضیه کې پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزو ټاکنو پر کمپاین یې تر ټاکلي‌ حده زیاتې پیسې لګولې وې.

نېکولاس سارکوزي په ۲۰۰۷ کال کې د فرانسې ولسمشر وټاکل شو،‌ خو د ۲۰۱۲ کال ټاکنو کې ونه توانېد چې بریالی شي.‌

د قضائیي جنجالونو او محاکمو سره سره نوموړی د فرانسې د ښي اړخو سیاسي کړیو ترمنځ یوه محبوبه څېره ده، او دا په داسې حال کې ده چې د دې هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یو کال پاتې دی.