ایران ته د اروپایي هېوادونو خبرداری؛ د اټومي پروګرام د څارنې مخه مه نیسئ

فرانسې،‌ بریتانیا او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران او د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ترمنځ تازه هوکړې ته په اشارې ویلي، ایران باید د خپل پروګرام د څارنې پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

دغه هېوادونه وروسته له هغه دا اعلامیه خپروي چې د ایران پارلمان تېره ورځ د حکومت او نړیوال اژانس ترمنځ تازه هوکړه وغندله او د باطلېدو غوښتنه یې وکړه.

د دې هوکړې له مخې ایران د نورو درېیو میاشتو لپاره د خپل اټومي پروګرام څارنې ته غاړه ایښې وه.

خو د ایران پارلمان پرون دا پرېکړه وغندله او ټینګار یې کاوه چې که پر ایران بندیزونه نه لېرې کېږي نو باید نړیوال هم اجازه ونلري چې د دې هېواد اټومي پروګرام وڅاري.‌

ایراني چارواکو نن سې شنبه اعلان وکړ چې د پارلمان د پرېکړې پر اساس نور په داوطلبانه توګه د اټومي‌ انرژۍ نړیوال اژانس ته اجازه نه ورکوي چې د ایران هستوي پروګرام څارنه وکړي.‌

خو فرانسې، بریتانیا او جرمني سې شنبه خپله ګډه اعلامیه کې د ایراني چارواکو دا پرېکړه "خطرناکه" بللې او پر تهران یې غږ کړی چې په بشپړه توګه دې پر تازه هوکړه عمل وکړي.

دا درې واړه هېوادونه د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنخ د شوي‌ اټومي تړون په لاسلیکوونکو کې دي.

دوی ټینګار کړی چې د ایراني چارواکو دا تازه پرېکړه به د دې هېواد هستوي پروګرام تاسیساتو او مالوماتو ته لاسرسی محدود کړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، د حکومت تازه پرېکړه یې په دې معنا نه ده چې ایران له نړیوال اژانس سره خپله همکاري ختموي.‌

د ایران او نړیوال اژانس لنډمهالې هوکړه

د ایران حکومت د پارلمان لخوا د ټاکلي ضرب الاجل د پای ته رسېدو درشل کې یکشنبه د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره د درېو نورو میاشتو لپاره د همکاریو د غځولو هوکړه وکړه.

د ایران حکومت په دې هوکړه کې منلې چې له نړیوال اژانس سره به له محدودیت پرته د تېر په څېر په بشپړ ډول همکاریو ته دوام ورکوي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان دوشنبه سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هوکړې په اړه توضیحات وړاندې او ټینګار وکړ چې دا هوکړه د پارلمان لخوا جوړ شوي قانون سره ټکر کې نه ده.

خو د ایران پارلمان د دغه هېواد له قضایه قوې غوښتي چې د حکومت لخوا د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره شوې هوکړه باطله کړي.

د پارلمان غړو د دوشنبې پر ورځ د رایو د اکثریت په تایید قضایه قوې ته د یوه رپوټ په استولو سره شکایت کړی چې ګواکې حکومت "د بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د ملت د ګټو خوندیتوب لپاره د ستراتیژیک اقدام" قانون له عملي کولو سر غړولی دی.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون د رپوټ په متن کې چې عمومي ناستې هم تایید کړی، د ایران د اټومي سازمان لخوا همدا تېره شپه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره شوې هوکړه او ګډه بیانیه "د بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د ملت د ګټو خوندیتوب لپاره د ستراتیژیک اقدام له قانون څرګنده سرغړونه بلل شوې ده"

پارلمان کې له ۲۳۹ حاضرو غړو ۲۲۱ تنو له حکومته دغه شکایت تایید کړ - ۶ مخالفې او ۷ ممتنع رایې ورکړې.