د امریکا تاوتریخجنې مظاهرې: ټرمپ وايي وینا یې مناسبه وه

Donald Trump departing the White House for Texas (12 Jan)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر ډونلډ ټرمپ فشار دی چې له دندې لېرې شي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي تېره اوونۍ تر مرګونو تظاهراتو وړاندې د ده وینا چې ده په کې یې له خپلو ملاتړو وغوښتل د کانګرېس پر لور مرش شي، "بېخي مناسب" و.

ښاغلي ټرمپ د ډیموکرات کانګرېس غړو هڅې چې وايي ټرمپ یاغي توب ته لمن وهلې او په کانګرېس کې د ده پر ضد فعالیت کوي "مسخره" وبللې.

د امريکا پر کانګرېس د ټرمپ د پلويانو تر بريد وروسته چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې مالې زیان هم د کانګرېس ودانۍ ته اړولی مخالف ډیموکرات کانګرېس غړي هڅه کوي د ټرمپ مرستیال مایک پېنس وهڅوي چې د اساسي قانون له مخې د کابینې په مرسته دی له دندې لېرې کړي.

بله هڅه بیا دا ده چې ښاغلی ټرمپ کانګرېس ته ور وبولي چې په هغه صورت کې به یې لېرې کولو ته په دریو کې د دوه برخې استازو رایې ته اړتیا وي.

پرون سربېره پر دې چې دغه هڅې د جمهوریپالو له مخالفت سره مخ شو او له امله یې غونډه نن ته وځنډېده، په کې ښاغلی ټرمپ "د یاغي توب په پارونې " تورن شوی او ادعا شوې چې ده رسماً تاوتریخوالي ته لمن وهلې.

Police confront protesters at the Capitol building

ښاغلی ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰ نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن ته واک پرېږدي. خو د نانسي پلوسي په ګډون يو شمېر ډيموکراتان غواړي چې ښاغلی ټرمپ د ۶ جنورۍ د لاريونو او لوټ تالان مسوول وپېژندل او له دندې ګوښه کړای شي.

تمه ده د امریکا ولسي جرګه د ولسمشر ټرمپ پر وربللو پر چهارشنبه رایه ورکړي. ښاغلي ټرمپ دا کار هېواد ته خطرناک وباله او ویې ویل چې دې کار قهر پارولی او دی تاوتریخوالی نه غواړي.

خو دا یوازې د کانګرېس غړي نه دي چې ښاغلی ټرمپ د خپل سرو مظاهره چیانو پارولو مسول ګڼي. خواله رسنۍ فیسبوک او ټوېټر له هغه وروسته د امریکا د ولسمشر ټرمپ حساب وځنډاوه چې کانګرس ته په زور ننوتونکي مظاهره چیان یې وستایل.

نوموړي خپل پیغام کې- مخکې له دې چې مظاهره چیانو ته کور ته د ستنېدو خبره وکړي- لیکلي: له تاسو سره مینه لرم. هغه دغه پیغام کې بیا هم ټاکنو کې د درغلۍ خبره کړې ده.

ټوېټر وايي، د دوی د مدني یووالي پالیسۍ نه د څو سرغړونو له امله یې د ولسمشر ټرمپ درې ټوېټونه لرې کړي دي. دا کمپنۍ وايي، د ولسمشر حساب به تر هغه بلاک یا ځنډېدلی وي چې دا ټوېټونه یې پاک کړي نه وي.

فیسبوک هم هماغه ورځ د ټرمپ حساب تر ۲۴ ساعتونو ځنډولی و.

President Donald Trump arrives at the "Stop The Steal" Rally in Washington, DC - January 06, 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

ډیموکراتانو له مرستیال ولسمشر مایک پنس غوښتي چې د سپینې ماڼۍ کابینه پر دې غونډه وکړي چې آیا د اساسي قانون د پنځه ویشمتمې مادې پر بنسټ ډونلډ ټرمپ له کاره وشړي که نه.

د ښاغلي ټرمپ پر ضد جوړ شوي سند کې څو نورو ادعاو ته هم اشاره شوې لکه ښاغلي ټرمپ چې ویلې ګواکې ټاکنې "غلا شوي "او دا چې دی د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو برحقه ګټونکی دی.

که څه هم د ښاغلي ټرمپ د دورې تر پای ته رسېدو مخکې يې لېرې کول اوس ډېر ناوخته دي خو دوی غواړي چې بنديزونه پرې ولګول شي، د پخوانيو ولسمشرانو له ګټو محروم او په راتلونکي کې ولسمشرۍ ته ځان ونشي نومولي.