ایران تر ۲۰ سلنې یورانیم بډایول غواړي

ایران د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته په لیک کې تر ۲۰ سلنه ټینګوالي یا غلظت سره د یورانیم بډایولو خبره کړې ده.

د ایران دا هوډ د نړیوال اټومي تړون ګام پر ګام پرېښودلو کې تر ټولو مهم ګام دی.

دې ګام سره ایران د اټوم بم جوړولو ته تر ۹۰ سلنې نږدې کېدلی شي.

خو پر ۲۰۱۵ کال له شپږو نړیوالو قدرتونو سره اټومي تړون کې ایران ژمنه کړې وه چې تر څلور سلنې کم ټینګوالي سره یورانیم بډای کړي.

ایران تر هغه وروسته د دغه تړون ګام په ګام ماتول پیل کړل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو لوریز ډول خپل هېواد له دې تړاون و اېست او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.

خو لا هم د دې تړون نور غړي- بریتانیا، فرانسه، جرمني، روسیه او چین- پر دې تړون بیا کتنې ته هیله من دي.

د یورانیم بډایولو ټینګوالی زیاتول اټومي تړون ته د ایران د ژمنو کمېدو لړ کې د دغه هېواد د پارلمان د مصوبې برخه ده او مشر یې نږدې درې اونۍ مخکې د حکومت له مخالفت سره د دې مصوبې د اجرا اعلان وکړ.

رویټرز د اټومي انرژۍ د خبرپاڼې د متن په سندولو سره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه رپوټ کړه: "ایران اژانس ته خبر ور کړی چې د پارلمان د وروستۍ قانوني مصوبې له مخې د ایران اټومي اداره نیت لري فردو بټۍ کې یورانیم ۲۰ سلنه ټینګوالي سره تولید کړي. "

فردو اټومي بټۍ د تهران سوېل ته قم ته نږدې په دل کوه(دل غر) کې ده.

د ایران او شپږو قدرتونو اټومي تړون له مخې تهران باید تر څلور سلنې کم ټینګوالي سره یورانیم بډای کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د ایران لیک د یورانیم بډایولو چارو د زیاتوالي لپاره د تهران یو تازه ګام دی چې له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته یې پورته کوي.

د دویم نسل سانتريفیوجونو بیا پیلول

ایران دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې یوازې د اول نسل سانتریفیوجونه به- چې کمه وړتیا لري- د یورانیم بډایولو لپاره کاروي، خو څه مهال مخکې یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته وویل، د دویم نسل سانتریفیجونو پیلول هم غواړي.

ایران د تېر ډسمبر پر لومړۍ او د پارلمان له مصوبې مخکې هم اټومي د انرژۍ نړیوال اژانس ته ویلي وو، چې نطنز اټومي بټۍ کې د لا ډېرو پرمختللفو سانتریفیوجونو لګول یا نصبول غواړي.

د ایران د اټومي پروګرام د یوه مهم کس محسن فخریزاده له ترور وروسته د ایرام پارلمان د یوې جنجالي مصوبې تصویبولو سره د اټومي پروګرام د چټکولو غوښتنه وکړه.

په غبرګون کې فرانسې، بریتانیا او جرمني ګډه بیانیه کې د پرمختللفو سانتریفیوجونو د لګولو او د پارلمان د مصوبې د اجرا په هکله خبرداری ورکړ.

د اټومي تړون دغو غړو هېوادونو دا هم وویل، که ایران غواړي د ډيپلوماسۍ چاپېریال وساتي "دا ګامونه باید پورته نه کړي. "

ایران وايي، تر اټومي تړون د امریکا وتلو پورې پر ژمنو ولاړ و، خو د تړون هېوادونو د بندیزونو لرې کولو او بانکي مبادلو اسانتیا لپاره ژمنې پوره نه کړې او امریکا هم له تړون وتلو او پر تهران یو لوریزو بندیزونو لګولو سره دغه هېواد کې اقتصادي شرایط لا خراب کړل.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي، تهران په ډېر ټینګوالي سره د یورانیم بډایولو د پیلولو لپاره نېټه نه ده ویلې.

ایران له اټومي تړون مخکې هم فردو بټۍ کې تر ۲۰ سلنه ټینګوالي سره یورانیم بډایول او دا د دې هېواد د اټومي پروګرام د سوله ییزوالي په هکله اصلي اندېښنه وه.

خو پنځه کاله مخکې یې اټومي تړون سره د یورانیم بډایولو مهمې چارې وځنډولې.