کورونا وېروس؛ د کاناډا یو وزیر کارابین ته د سفر له امله له دندې ګوښه شو

د کاناډا د اونټاریو سر وزیر یا اعلی وزیر ډوګ فارډ د دغه ولایت د مالیې وزیر استعفا اعلان کړه چې د ټولبندیز پر مهال کارابین ته تللی و.

وزیر روډ فلیپس هم بښنه غوښتې او خپل سفر یې بده تېروتنه بللې ده.

ښاغلي فورډ د پنجشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي فلېپس لرې کول ښيي چې په لوړ معیار د پاتېدو لپاره د ده حکومت په خپلو ژمنو په درېد کې جدي دی.

د کاناډا تر ټولو محبوب ولایت اونټاریو کې د کورونا د نویو پېښو زیاتېدو پسې ټول بې ضرورته سفرونه لغوه شوي دي.

ښاغلی فلېپس چې د پرمختیايي ساتنپالي ګوند غړی دی، د ډيسمبر پر ۱۳ کارابین ته لاړ او د پنجشنبې په سهار ستون شو.

تر رخصتیو پیلېدو مخکې د اونټاریو روغتیايي چارواکو له خپلو استوګنو وغوښتل چې د کووېډ-۱۹ زیاتېدو بهیر له امله په کورونو کې پاتې شي.

اونټاریو کې څه حالت دی؟

  • اونټاریو کې له ډیسمبر ۲۶ ټولبندیز دی.
  • د پنجشنبې په ورځ دغه ولایت کې درې زره ۳۲۸ مثبتې پېښې نوی ریکارډ و او په دا مهال ۵۶ کسان مړه شوي دي.
  • د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، کاناډا کې پنځه لکه ۸۲ زره کسان په کورونا اخته شوي او ۱۵ زره شپږ سوه ترې مړه شوي دي.

ښاغلي فلېپس ټورنټو پیرسن هوايي ډګر ته رسېدو سره خبریالانو ته وویل، هیله یې وه چې دندې ته دوام ورکړي، خو د سروزیر پرېکړې ته درناوی کوي:

"ښکاره ده چې ما بده پرېکړه کړې وه، زه به یې حساب ور کووم. زه دې حقیقت ته کومه پلمه نه جوړوم او داسې وخت کې مې سفر کړی چې باید نه وی مې کړی. "

د پنجشنبې وروستیو کې ښاغلي فورډ یوه بیان کې وویل، له ښاغلي فلېپس سره تر خبرو وروسته یې د هغه استعفا منلې ده.

ښاغلي فورډ د خزانې بورډ له اوسني مشر پیټر بیتلن فالیې نه غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت چارې سمبال کړي.

د سي بي اېس د رپوټ له مخې ښاغلي فورډ دا هم وویل چې د ښاغل يفلېپس له سفر دوه اونۍ مخکې خبر شوی، خو پخپله دغه وزیر هیچا ته نه وو ویلي چې بهر ځي.

د اونټاریو نوي ډیموکراټیک ګوند مشر انډریا هروت هم د چارشنبې په ورځ د ښاغلي فلېپس د استعفا ملاتړ کړی او ویلي یې دي "روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کول ورته د منلو نه دي. "