تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان روغتیا وزیر: د کورونا وېروس د نوي ډول د تشخیص وړتیا نه لرو
د افغانستان روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وايي، د کورونا وېروس نوې بڼه ګاونډيو هېوادونو ته رسېدلې او اندېښنه ښيي چې ښايي افغانستان ته هم ورسېږي.
د کورونا وېروس نوی ډول اول ځل بریتانیا کې وموندل شو او اوس پر څو اروپايي هېوادونو سربېره د امریکا، پاکستان او هند په ګډون نږدې ۲۱ هېوادونو ته رسېدلی دی.
کارپوهان وايي، د کورونا نوی ډول تر پخوانیو ډېر چټک خپرېږي، خو تر دوی ډېر خطرناک نه دی.
افغان روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، دوی د دې وړتیا نه لري چې د کوويډ۱۹ ناروغۍ نوې بڼه تشخیص یا معاینه کړي.
نوموړي دا هم زیاته کړه چې افغانستان کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره له دې وروسته دې هېواد ته د ټولو راتلونکو بهرنیو او کورنیو وګړو د کورونا وېروس ټېسټونه چک شي او هغه چې منفي پایلې په لاس کې نه لري، هېواد ته د ننه کېدو اجازه دې نه ورکول کېږي.
اوس چې په افغانستان کې د کورونا وېروس دویمه څپه د خپرېدو په حال کې ده؛ روغتیا وزارت یې د اوږدوالي په اړه یې اندېښمن دی خو زیاتوي چې په وروستیو اوونیو کې مثبتې شمېرې په یوه حال کې دي او پورته نه دي تللې.
د افغان روغتیايي چارواکو په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۸۵ کسان تازه په کورونا اخته شوي او په ورته مهال ۶ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه افغانستان کې د کورونا وېروس ۵۲ زره ۵۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې وبا د دوه زره ۲۰۱ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
د رسمي شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې له کورونا ۱۲۶ کسان رغېدلي او دې سره د ټولو رغېدلو شمېر هم له ۴۲ زرو ډېرېږي.
سنا مجلس د ټرمپ غوښتنه رد کړه
د امریکا سنا یا مشرانو جرګې مشر د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د کانګرېس ډیموکراټو او ځینې جمهوریپالو غړو دا غوښتنه ونه منله چې د کورونا وېروس ځپلو سره د شپږ سوو پر ځای دوه زره ډالر مرسته وشي.
د سنا مشر مچ مککانل وايي، له شپږ سوو نه دوو زرو ته د مرستې پورته کول به پورګنیو پیسو ته بل اور اچول وي.
ډیموکراټان د پارلمان پر استازو جرګه ولکه لري او د دې مرستې زیاتولو ته یې رایه ورکړې ده.
خو د تلونکي ولسمشر لاسوهنې سره د نوموړي جمهوریپال پلویان سره وېشلي دي.
کانګرس پر شپږ سوه ډالرو سلا شو، خو ولسمشر د دې مصوبې لاسلیکولو سره د لا نورې مرستې غوښتنه وکړه.
د دوشنبې په ورځ د کانګرس ډیموکراټانو- چې عموما د ولسمشر ټرمپ کلک سیاسي مخالفان دي- د نوموړي د دوه زره ډالري مرستې غوښتنه پاس کړه.
خو د کینټاکي سناتور او د مشرانو جرګې مشر مچ مککانل دې دوه زره ډالري مرستې ته د رایې ورکولو لپاره د ډیموکراټو سناتورانو غوښتنه رد کړه.
نوموړي وویل، سنا جرګه هغه زور ته نه تسلیمېږي چې په بیړه د ډیموکراټانو پر هغو شتمنو ملګرو پیسې ووېشي چې مرستې ته هم اړتیا نه لري.
نوموړي دا وړاندیز هم وکړ چې د دې مالي مرستې سره دې د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنې هم رایې ته واچول شي چې ډیموکراټان یې مخالفت کوي.
فرانسه کې یو لک پولیس د نوي کال په شپه د غونډو مخه نیسي
فرانسې یو لک یا سل زره پولیس د نوي کال د غونډو د مخنیوي او د ګرځبندیز اصولو پلي کولو ته ګومارلي دي.
د فرانسې حکومت دې کار سره د ښاري نارامۍ مخنیوی غواړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالډ ډارمنن امر کړی چې امنیتي ځواکونه د ښار په مرکزونو او څنډو کې د شپې له اتو بجو د ګرځبندیز اصولو مراعتول وڅاري.
پاریس کې د مترو نیمايي کرښې تړل شوې دي.
ښاغلي ډارمنن غوښتنه کړې چې ټول هېواد کې د تګ راتګ لارو بندولو امکان وارزول شي.
فرانسه د کورونا د ډېرو مثبتو پېښو له پلوه شپږم هېواد دی او تراوسه ۶۴ زره فرانسویان له دې وېروس مړه شوي دي.
فرانسوي چارواکي وايي، په کومو سیمو کې چې د کورونا پېښې ډېرې دي ممکن ګرځبندیز دوه ساعته زیات او د مازیګر له شپږو بجو پیل شي.
خو بیا هم د حکومت ویاند وايي، دا مهال پوره ګرځبندیز ته اړتیا نشته.
فرانسې له دې مخکې هم دوه ځلې هېواد کې ټولې چارې ځنډولې وې او دا ځل ټاکلې ده هوټلونه، بارونه او کلتوري مرکزونه تر جنورۍ بند وي.
د نوي کال شپې پروګرام
د کورنیو چارو وزیر ډارمنن سیمه ییزو مشرانو ته په یوه لیک کې د یو لک پولیسو او ژاندارم( نیمه پوځي پولیس) د لاس په کارولو خبره کړې ده.
پولیس مسوول دي چې د شپې پروګرامونه جریمه او مخنیوي یې وکړي او هم یې پلانوونکي وپېژني.
دا ډول د پولیسو ګزمه به د دې ځواکونو ضد ممکنه کارېدونکو خطرناکو توکو د ارزولو او نیولو مسوولیت لري.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له پلورنځیو غوښتي چې د لمبه يي یا اور اچوونکو او د لېږدېدونکو الکولي څښونیو یا مشروباتو پلور محدود یا یومخ بند کړي.
د ۲۰۰۵ کال د بلوا له پیلېدو راهیسې تراوسه ګاډو ته اور اچول په دغه هېواد کې په کلنۍ پېښه بدل شوي دي.
د رپوټونو له مخې تېر کال هم ۱۴۵۷ ګاډي د نوي کال په شپه په فرانسه کې وسوځول شول. تر هغه کال مخکې ۱۲۹۰ ګاډي سوځول شوي وو.