فرانسه: د مسلمانانو شورا او ایمانویل مکرون لیدنه

نن په فرانسه کې د مسلمانانو شورا غړي له ولسمشر ایمانویل مکرون سره ګوري. دا له هغه وروسته چې ولسمشر له دې شورا وغوښتل چې په ټوله فرانسه کې ملا امامانو ته د جمهوریت ارزښتونو په اړه لارښود ورکړي چې لاسلیک یې کړي. دا شورا د مسلمانانو د نهو ټولنو استازیتوب کوي. د رپوټونو له مخې له دوی غوښتل شوي دي چې په لارښود کې د فرانسې جمهوریت ارزښتونه، د سیاسي فعالیتونو لپاره د اسلام له نوم نه ګټه اخیستل او د بهرنیو هېوادونو او کړیو پر نفوز بندیز پکې ښکاره ولیکي.