بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي ملیشو برید؛ ۷ سرتېري وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په هرنایي ضلعې کې د وسلوالو په یوه برید کې د (فرنټیر کور) ملیشې لږ تر لږه ۷ سرتېري وژل شوي دي.‌ دغه برید تېره شپه د یادې ضلعې شاهرګ سیمه کې د فرنټیر کور پر یوې امنیتي پوستې شوی دی.‌

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ځانګه (ای اېس پي ار) وایي، دغه ۷ امنیتي کسان د بریدګرو په شا تمبولو پر وخت وژل شوي‌ دي.‌

پاکستانی پوځ وایي، د بریدګرو د نیولو لپاره په سیمه کې تلاشۍ پیل شوې دي او بندیزونه لګېدلي.

د ځینو نورو رپوټونو له مخې په برید کې د وژل شویو امنیتي کسانو شمېر ۱۱ دی.

د بلوڅ بیلتونپالو خوځښت (بلوچ لېبرېش ارمي) د دې برید مسئولیت منلی دی.‌

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان دا برید غندلی او وایي، ترهګر د امنیتي ځواکونو حوصله نشي ځپلی.‌

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې دویم برید دی.‌ د شنبې پر ورځ هم د ایران پولې سره پرتې پنجګور ضلعې کې یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي‌ وو.‌

هرنایي سیمه چېرې ده؟

د هرنایي سیمه د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ختیځ ته یوه لېرې پرته ده غرنۍ سیمه ده. په دې سیمه کې د سکرو پراخې زېرمې شته دي او هلته د سکرو ګڼ‌ کانونه هم فعالیت کوي.‌

هرنایي د بلوچستان په هغو نا امنو سیمو کې شمېرل کېږي چې وسلوال پکې فعالیت کوي.‌

له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره په دې سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه او د تاوتریخوالي ګڼې نورې پېښې هم شوې دي.

دا په روان کال کې په هرنایي او ورسره څنګلورې د کچهي په بولان سیمه کې پر امنیتي ځواکونو دویم لوی برید دی.‌

په تېره می میاشت کې هم د بولان په پیر غیب سیمه کې د وسلوالو برید کې ۶ امنیتي‌ کسان وژل شوي وو.‌

سږ کال دې ته ورته د بلوچستان په ګڼو نورو سیمو کې هم پر امنیتي‌کسانو د بریدونو لړۍ روانه ده.

تر ټولو ډېر بریدونه په مکران او ورسره نږدې پرتو سیمو کې شوي او ګڼ امنیتي‌ کسان پکې وژل شوي.‌