۲۰۲۸ پورې به د امریکا پر ځای چین د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد ولري

یو تازه رپوټ وايي، ۲۰۲۸ کال کې به د چین اقتصاد د امریکا متحدو ایالتونو ځای ونیسي او په نړۍ کې به تر ټولو لوی اقتصادي ځواک شي. دا له مخکیني اټکله پنځله کاله مخکې کېږي.

د اقتصاد او سوداګرۍ په تړاو یوه څېړنیز اداره چې مرکز یې بریتانیا کې دی، وايي، د امریکا او اروپايي هېوادونو پرتله د چین لخوا د کورونا وبا مخنیوي 'ناسب 'مدیریت به راتلونکو کلونو کې د امریکا پرتله د دغه هېواد اقتصادي وده چټکه کړي.

په ورته مهال د هند په هکله ویل کېږي، چې ۲۰۳۰ کاله پورې به د نړۍ دریېم لوی اقتصاد ولري. سي اي بي ار هر کال د دسمبر میاشتې پر ۲۶ مه نېټه خپل اقتصاد په تړاو خپل جدول خپروي.

که څه هم کورونا وبا تر نورو مخکې په چین کې خپره شوه، خو ددغه هېواد چاراکو په مناسب وخت د وبا مخنیوي لپاره خورا سخت اقدامات وکړل، چې پایله کې یې دغه هېواد د اروپايي هېوادونو په څېر اوس دویم ځل قرنطین نه پلي کوي.

له همدې کبله د نورو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو برعکس چین کې د ۲۰۲۰ کال اوږدو کې له کساد بازارۍ ځان وژغوره او اټکل کېږي چې وده یې دوه سلنې ته رسېږي.

برعکس بیا د امریکا متحده ایالتونه د شمېرو له مخې د کوویډ - ۱۹ له کبله په ټوله نړۍ کې تر ټولو سخت ځپل شوی هېواد دی، چې ۳۳۰ زره کسان پکې له همدې ناروغۍ مړه شوي او ۱۸ نیم میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د مالي مرستو پر سر سیاسي اختلافونه ښايي په دغه هېواد کې د دې لامل شي چې ۱۴ میلیونه بې روزګاره امریکایان په نوي کال کې له مالي مرستو محروم شي.

رپوټ کې ویل شوي ' په ۲۰۲۱ کې به له وبا وروسته پیاوړې بیا رغېدنه ' د دې لامل شي چې د امریکا اقتصادي وده به تر ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ پورې هرکال یو اعشاریه نهه سلنه وده کوي او له هغه د وروسته کال اوږدو کې به یو اعشاریه نهه سلنې ته راټیټه شي.

خو برعکس به د چین اقتصاد تر ۲۰۲۵ پورې هرکال پنځه اعشاریه اوه سلنه وده کوي او له ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ پورې به هر کال یو اعشاریه شپږ وده وکړي.

په رپوټ کې راغلي په نړیوال اقتصاد کې د چین ونډه ۲۰۰۰ کال کې ایله درې اعشاریه شپږ سلنه وه، خو اوس دغه کچه ۱۷ اعشاریه اته سلنې ته رسېدلې ده او تر ۲۰۲۳ پورې به دغه هېواد د (لوړ عاید لرونکی) اقتصادي ځواک شي.

خو که د چین اقتصاد لومړی ځای هم ونیسي د اوسط امریکايي وګړي پرتله به په اوسط ډول د چین هر اوسېدونکي عاید ځکه لږ وي، چې د دغه هېواد د ټولټال نفوس شمېر د امریکا د نفوس پرتله څلور برابره ډېر دی.