امریکا د چین د ټیکنالوجۍ پر دوو شرکتونو بندیز لګولی

د عکس سرچینه، DJI
د چین دوه شرکتونه (د بې پیلوټه الوتکو جوړوونکی ډي جې ای) شرکت او د الکترونیکي چیپ جوړوونکی "ايس اېم آی سي" شرکتونه د امریکا د سوداګرۍ تور لېست کې شامل شوي دي.
په دې وروستۍ پرېکړه د سوداګرۍ دغه تور لېست کې د اضافه شویو شرکتونو شمېر ۷۷ ته رسېږي چې ډېری یې چینايي دي.
دا نوملړ د امریکا سوداګرۍ وزارت چمتو کړی، چې اوسمهال تر ۲۷۵ ډېر هغه شرکتونه پکې دي، چې چین کې فعالیت کوي او د هواوې شرکت هم پکې دی.
دې ګام ته د امریکا د تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا پر چین د وروستي ګوزار په سترګه کتل کېږي چې د چین په اړه سخت دریځ لري.
د امریکا ادارې ویلي، د اېس اېم ای سي شرکت د مصادره کولو او امریکا ته یې د ټیکنالوجۍ د رسېدو د مخنیوي پرېکړه کړې ده؛ ځکه چې په وینا یې له چینايي پوځ سره مشکوکې اړیکې لري.
اېس اېم ای سي په ۲۰۰۰ کال کې جوړ شوی او له هماغه وخته چین کې د چیپ جوړولو تر ټولو لوی شرکت ګرځېدلی دی.
د امریکا حکومت ویلي ډي جي ای شرکت هم په نړۍ کې د بې پیلوټه الوتکو جوړولو تر ټولو لوی شرکت دی. امریکا وايي باوري ده چې دغه شرکت د چین بشري سرغړونو کې رول لوبولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر اوسه دغو شرکتونو د امریکا د دغې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په نړۍ کې ددغو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو (امریکا او چین) ترمنځ سوداګریزه ترینګلتیا له لسیزو راهیسې روانه ده، خو په وروستیو میاشتو کې لا پسې ډېره شوې ده.
امریکا په ټیک ټاک کاریال او ټنسنټ شرکت هم بندیز لګولی، چې دواړه چینايي دي.









