تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیریه چارو کې د بیزوس طلاقې مېرمنې مکنزي سکاټ ۴ میلیارده مرسته
د امازون د مشر چیف بیزوس طلاقې شوې مېرمنې مکنزي سکاټ په څلورو میاشتو کې څه باندې څلور میلیارده ډالره د خوړو بانک او د بېړنیو چارو مرستندویه صندوق ته خیرات کړي دي.
اغلې سکاټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، له هغو امریکایانو سره مرسته کول غواړي چې د کورونا وېروس له کبله کړېږي.
د ویلو ده چې اغلې سکاټ د نړۍ د شتمنو کسانو نوملړ کې ۱۸م ځای لري او د شتمنۍ کچه یې په یوه کال کې له ۲۳٫۶ میلیاردو ډالرو ۶۰٫۷ میلیاردو ډالرو ته لوړه شوې ده.
هغې خپله ډېره شتمني له بیزوس سره تر واده وروسته راغونډه کړې ده. بیزوس په نړۍ کې تر ټولو ډېر شتمن کس او د امازون شرکت اجرایوي مشر دی.
اغلې سکاټ ویلي: "دغه وبا د اورپنډوسکي په څېر ده، چې د امریکایانو ژوند یې تبا کړ."
دا زیاتوي: "له ۶۵۰۰ ټولنو مې څه باندې ۳۸۰ خیریه ټولنې مې دغه خیرات ته غوره کړې."
نوموړې زیاتوي: "د ښځو، میلیونونو کسانو او هغو چې له بې وزلۍ کړېږي، اقتصادي زیان او روغتیايي وضعیت ډېر خراب و، په ورته وخت کې د شتمنو خلکو شتمنه زښت ډېره زیاته شوه".
سکاټ په تېره جولای میاشت کې له ۱۱۶ خیریه ټولنو سره ۱٫۷ میلیارد ډالر مرسته وکړه چې په وینا یې غواړي د هغو مشرانو او ټولنو پام ورواړوي چې د بدلون مخکښان دي.
په یوه کال کې د اغلې سکاټ د مرستو کچه ۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
تر ډېره به د هغې مرسته شوې پیسې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د خوړو امنیت نه لري.
سکاټ تېر کال ژمنه کړې وه چې د خپلې شتمنۍ ډېره برخه به خیریه بنسټونو ته ورکړي.
بیزوس سږ کال په خیریه چارو کې ۱۰ میلیارده ډالر مرسته وکړه، چې د اقلیمي بدلون اړوندو چارو کې به لګول کېږي.
په تېره نومبر میاشت کې بیزوس ددغو مرستو د لومړۍ جوپې اعلان وکړ او ۱۶ ټولنو ته یې ۸۰۰ میلیون ډالر ورکړل.
د بلومبیرګ د شمېرو له مخې، د بیزوس د خالصې شتمنۍ کچه له ۷۰ میلیارد ډالرو ۱۸۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
د وبا پرمهال پر انټرنېټ د پېر او پلور کچه ډېره لوړه شوه او له امازون غوندې شرکت د راکړې ورکړې کاروبار ډېر وغوړېده.
د سویس یوه بانک یو بي اېس ویلي، میلیاردرو ښځو د کوویډ د وبا پرمهال ښه رول لوبولی دی.