امریکا کې د کورونا ضد واکسین لړۍ پیل شوه

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کوېډ ۱۹ ضد واکسین کولو لومړنی کمپاین نن دوشنبه پیل شو او د کوېډ ۱۹ ضد لومړی واکسین یوې نرسې ته په نیویار کې وشو.

د فایزر او بایو اېنټیک مېلیونونه ډوزه واکسین ویشل شوی او په پام کې ده چې نن د ورځې ترپایه (د امریکا په وخت) ۱۵۰ نورو روغتونو ته هم دغه واکسین واستول شي.

د واکسین کولو د دې پروګرام په لړ کې به د اپریل تر میاشتې پورې ۱۰۰ میلیونه وګړي امریکا کې واکسین شي.

د واکسین کولو د لومړي کمپاین له پیل مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ لومړي ګام کې د سپینې ماڼۍ کارکوونکو او د حکومت چارواکو ته د کورونا واکسین له پلان سره مخالفت وکړ.

وړاندې په رسمي ډول ویل شوي و چې د سپینې ماڼۍ او د امریکا د حکومت ځینې جګپوړي چارواکي به د کورونا په لومړنیو واکسینېدونکو کسانو کې وي.

خو ښاغلي ټرمپ پر دغه پلان د "بیاکتنې"غوښتنه وکړه.

امریکا کې سر له نن دوشنبې (ډسمبر ۱۴مې) د فایزر او بایو اېنټیک شرکتونو لخوا د کورونا د مخنیوي لپاره د جوړ شوي واکسین اضطراري تطبیق پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي و د واکسیناسیون په لومړي پړاو کې به یوازې هغه خلک واکسین شي چې ځانګړې روغتیايي ستونزې لري.

فایزر/بایواېنټیک واکسین د کورونا ویروس پر وړاندې ۹۵ سلنه خوندیتوب رامنځته کوي.

امریکا د تیرې جمعې پر ورځ د دغه واکسین بیړني کاریدو ته اجازه ورکړه.

اوس ویل کېږي د دغه واکسین ۳ میلیون دوزه د دغه هېواد ۵۰ ایالتونو ته استول شوي دي.

له نومبر راهیسې امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو کچه مخ په لوړېدو ده او یوازې د تیرې شنبې پر ورځ دې ناروغۍ متحدو ایالتونو کې درې زره کسان ووژل.

امریکا کې تر دې دمه له درې لکو ډېر کسان په دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.

هیله دا ده چې د واکسین پروسه به د کورونا وبا د خپرېدو وضعیت بدل کړي.

د امریکا د خوړو او درملو سازمان 'اېف ډي اې' مسوولان د دوی لخوا د جمعې پر ورځ د فایزر واکسین د بېړني کاریدو اجازه د کورونا وبا پر وړاندې مبارزه کې "مهم پرمختګ" وباله.

د رپوټونو له مخې د اېف ډي اې مسوولان د ډونلډ ټرمپ د حکومت تر فشار لاندې وو چې ژر دغه واکسین ته اجازه ورکړي.

د فایزر واکسین سراسري پروسه تر امریکا وړاندې بریتانیا کې پیل شوې او پر دې سربېره کاناډا، بحرین او سعودي عربستان هم د دغه واکسین ته اجازه ورکړې ده.

سپینه ماڼۍ کې اول څوک واکسینېږي؟

چارواکو رسنیو ته ویلي، اول واکسین هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له ډونلډ ټرمپ سره نږدې اړیکي لري.

وروسته دا واکسین، سپینه ماڼۍ، کانګرس او ستره محکمه کې ټولو چارواکو ته ورکول کېږي.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې وايي، دې واکسین سره به دا کسان له وقفې یا ځنډ پرته خپل اساسي کارونه جاري ساتي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویاند جان الیټ وايي، د سپینې ماڼۍ مامورینو ته واکسین لګول به پر دغه واکسین د خلکو باور ډېر کړي.

ولسمشر ټرمپ هم د یکشنبې په ورځ یوه ټوېټ کې ویلي: "که د سپینې ماڼۍ مامورین سملاسي اړتیا ونه لري، نو باید دا واکسین د واکسیناسیون په دوام سره ترلاسه کړي. "

ولسمشر ټرمپ چې د نومبر لومړیو کې کورونا شوی و، زیاتوي: "پکار نه ده چې زه واکسین وکړم، خو راتلونکي او مناسب وخت کې دا کار کوم. "

وروستیو میاشتو کې د سپینې ماڼۍ لسګونه کارکوونکي په کورونا اخته شول چې ځینې یې جګپوړي چارواکي هم وو.

لا هم مالومه نه ده چې منتخب ولسمشر جو بایډن، مرستیاله یې کماله هریس او ډله به یې هم دا واکسین ترلاسه کړي که نه؟