د مودي او ملتپال ګوند د بري راز یې

    • Author, سوتیک بیسواس
    • دنده, بي بي سي هند

شک نشته چې د هندو ملتپال ګوند یا بهاراتیا جنتا پارټي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په هند کې حکومت لري د دغه هېواد پر واکمن ګوند بدل شوی دی.

د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ دغه ګوند دوو ټاکنو کې پرېکند بری وګاټه، که څه هم ځینې ایالتونه یې له لاسه ورکړل، خو ټول هېواد کې نور هم ځواکمن شو.

د هند کانګرس ګوند چې د بي جي پي مخالف سیاسي ځواک دی کمزوری او سرګردان دی، داسې ښکاري چې سیمه ییزې څانګې یې چې یو وخت ډېرې ځواکمنې وې اوس یې پوتانشیل له لاسه ورکړی دی او داسې ځواکمن کس پکې نه ښکاري چې ښاغلی مودي وننګوي.

سیاستپوه سوهاس پالشیکار وايي، بي جي پي د هند دویم واکمن ګوندي نظام دی.

د هغه په خبره، لومړنی ګوندي نظام د پخواني لومړي وزیر ایندرا ګاندي په مشرۍ کانګرس ګوند و چې له نیمې پېړۍ ډېر مهال پر هند واکمن و.

بي جي پي لومړنی او یوازنی ګوند دی چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې یې د پارلمان اکثریت څوکۍ خپلې کړې.

له ایندرا ګاندي وروسته چې پر ۱۹۸۴ کال ترور شو ښاغلی مودي "یوازېنی مشر دی چې ټول هېواد کې د پراخ ملاتړ لرلو دعوه کولی شي."

د بي جي پي ټاکنیز بری تر ډېره د ښاغلي مودي کارېزماتیک شخصیت، مذهبي شخصیت او سخته ملتپالپالنه بلل کېږي.

د دې ګوند د سیاسي هڅو خوځند ماشین هم د هغو کارمنانو شبکه ده چې د راشتریه سویم سیوک سنګ یا ار اېس اېس په نوم د هندو داوطلبو ملتپالو ټولنې پلي سرتېري بلل کېږي.

وروستیو کلونو کې بي جي پي ناروښانه مالي سرچینې هم وکارولې او ور سره د رسنیو سخت ملاتړ هم شته.

خو سیاستپوه وني سیتاپاتې خپل راتلونکي کتاب "له مودي مخکې بي جي پي" کې وايي، که سوچ وکړو چې د بي جي پي د بري راز په څه کې دی نو دې پایلې ته رسېږو چې پر ملتپالنه تمرکز او ار اېس اېس دی.

له شا په چاکو وهل

اشوکا پوهنتون کې د حقونو او سیاستپوهنې استاد سیتاپاتي وايي: "د ۹۵ کلنې هندو ملتپالنې بنسټ یا د ار اېس اېس کادرونه په کم عمر د هند تاریخ ځانګړي څپرکي زده کوي او هغه کې د نومیالیو هندوانو د ماتې دلیل له یو بل سره نه یووالی او له شا د یوبل په چاکو وهل بلل کېږي."

د هغه په خبره، دې زدکړو کې پر نورو مسلو هم کار کېږي لکه د دې ډلې مشهور فزیکي تمرین چې نه یواځې ورزش دی بلکې ډله ییز ورزش دی او غړو ته یې ور زده کوي چې ګډه یوګا وکړي او د هرم په څېر یو پر بل د پاسه ودرېږي او هغه لوبې وکړي چې تر ډېره هغو کارونو ته ورته دي چې خصوصي شرکتونه یې د ټیمي روحیې د پیاوړتیا لپاره کوي.

پوهاند سیتاپاتي ماته وویل، د دې کارونو هدف د یووالي پر اهمیت ټينګار دی. دا وحدت بښونکی باور په سازماني اخلاقو بدل شوی دی. دا هغه څه دي چې نورو ګوندونو کې نشته.

د بي جي پي هدف د هندوانو یووالی دی یا په بله ژبه د هند د ۸۰ سلنه وګړو یووالی او یوې رایې ته یې هڅول دي.

پوهاند سیتاپاتې وايي، همدا وجه ده چي دغه ګوند پر کاسټ ولاړ ټولنیز دریځ کم اهمیته کړی او دا هغه څه دي چې په دودیز ډول یې هندوان له یو بل بېل کړي وو او د دوی پر سیاسي دریځ یې اغېز کړی و: "له اسلام د وېرې ډول غږوي او د هندوانو د لرغونونو متونو پر اهمیت ټینګار کوي."

خو بي جي پي هم د نورو ګوندنو په څېر خپلمنځي اختلاف لري. سره له دې چې ۴۰ کاله د سیاست ډګر کې لوبېږي، خو یوازې ۱۲ کاله واک کې پاتې شوې ده.

واک کې نه پاتېدل په دې مانا و چې ډېر وخت یې د غړو ترمنځ د واک او څوکۍ وېشلو خبر هم نه و.

د ګوند د مهمو مشرانو اتل بیهاري واجپای او لال کریشنا اېډواني خپلو کې جنجال درلود.

د ساري په توګه، پر ۲۰۰۲ کال چې ګجرات ایالت کې د اسلام ضد بلوا پیل شوه ښاغلي واجپای او د کابینې ځینې نور غړي د دغه ایالت د سروزیر په توګه د مودي د کار له دوام سره مخالف وو.

دا بلوا له هغه وروسته وه چې ۶۰ هندو زیارتوال د اورګاډي قصدي اور اچونه کې ووژل شول، خو بیا هم دغه ګوند خپل یووالی وساته.

پوهاند سیتاپاتي د بي جي پي د غړو ترمنځ چلن د کورنۍ د اړیکو په څېر بولي چې غړي یې خپلو کې ښه اړیکي نه لري، خو له یو بل بېلېږي نه. خپلو کې تړاو یې د هغه ژور درک له امله دی چې د هندۍ ټولنې له نیمګړتیاوو یې ترلاسه کړی دی.

"خپلسری مودي"

ایتلافي سیاسي ګوندونه ډلې او د ګټو پر سر له یو بل سره سیالې دي، خو د هند لپاره د کارېزماټیک او ایډیالوژیک مشرانو په مټ له یو بل سره ولاړې دي.

د مشرانو اختلاف او ډله ییزې غوښتنې ګوندونه سره وېشي او همدا وجه ده چې د کانګرس ځینې مشرانو له بېلتون وروسته سیمه ییز ګوندونه جوړ کړل.

خو بي جي پي ته داسې پېښه تراوسه نه ده شوې.

دې ګوند د ښاغلي واجپايي او اېډواني او اوس د ښاغلي مودي او د کورنیو چارو وزیر شاه په مشرۍ د ار اېس اېس په پراخ ملاتړ خپل یووالی ساتلی دی.

ښاغلی سیتاپاتي وايي، دا نوې خبره نه ده چې د بي جي پي ډېر مشران ښاغلی مودي نه خوښوي: "د بي جي پي او ار اېس اېس ډېرو مشران له ما سره خبرو کې ګوندي ایډیالوجۍ او ټاکنیزو مهارتونو ته د مودي ژمنتیا ستايي، خو دوی ډېر په دې باور دي چې مودي بې رحمه دی، ځان لوړ ښيي او خپلسری دی."

سیاستپوه میلان وایشناو باوري دی چې بي جي پي ناعادي ګوند دی او دې خبرې ور سره مرسته کړې ده.

د سیاسي علومو کارپوها راهول ورما وايي، که څه هم له بي جي پي ځینې مخالفان بېل شوي، خو سیاسي ژوند یې له خطر سره مخ شوی او بېرته ګوند ته ستانه شوي دي: ښايي دلیل یې دا وي چې بي جي پي ډېر ایډیالوجیک ګوند دی او دا ایډیالوجیک حالت یې د ګډوډۍ مخه نیسي.

مالومه نه ده چې بي جي پي به تر کله واکمن وي، ځکه ډېر اسانه د نورو ګوندونو پخواني غړي خپلوي ان که هغه په فساد تورن وي او ښايي دا مسله یې له ایډیالوجیکې ځانګړتیا سره په ټکر تمامه شي.