تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کولي او انوشکا نریندرا مودي د واده مراسمو ته بللی
د هند لومړي وزیر نریندر مودي د دغه هېواد د سینما له وتلې څېرې انوشکا شرما او د هندوستان د کرېکټ له لوبډلمشر ویرات کولي سره ولیدل.
مودي په دې کتنه کې دغې نوې واده شوې جوړې ته د د دوی د واده مبارکي وویله او د دوی ته یې د خوشحاله ژوند هیلې څرګندې کړې.
ویل شوي چې ویرات او انوشکا د پنجشنبې په ورځ (ډسمبر ۲۱مه) د هند په تاج ماڼۍ د خپلو خپلوانو لپاره ځانکړي مراسم جوړوي، چې دوی د هند لومړی وزیر نریندر مودي ته هم د په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
په دې لیدنه کې د ویرات کولي ورور وکس هم ګډون درلود.
د هند لومړي وزیر نریندر مودي له هغه وروسته د دغې جوړې واده ستایلی چې په هند کې د دوی پر واده د ملت پالنې بحث روان دی او خلک د دوی واده د ملتپالنې او هېوادپالنې خلاف بولي؛ ځکه دوی د هېواد دننه واده ونه کړ او د واده کولو لپاره ایټالیا ته تللي وو.
د راپورونو له مخې، د روان ډسمبر په ۲۶ به هم انوشکا او ویرات د هند په ممبۍي ښار کې د خپل واده په نورو مراسمو کې ګډون وکړي.
له دغو جشنونو وروسته به انوشکا ویرات بېرته خپل هنري او سپورتي ژوند ته ستانه شي. کولي به د راتلونکې جنوري په پنځمه له سوېلي افریقا سره د سیالیو په موخه له خپلې لوبډلې سره یوځای شي او انوشکا به د همدې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ممبۍ کې د شاه رخ خان سره د نوي فلم مهال وېش پیلوي.
د هند لومړي وزیر نرېندر مودي پر خپل ټویټر لیکلي، د هندوستان کرېکټ له لوبډلمشر ویرات کولي او د هغه له مېرمنې انوشکا سره پخپل دفتر کې کتلي او دوی ته یې د واده مبارکي ویلې ده.