تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چټلې هوا د تاج محل رنګ خراب کړی؛ حکومت یې د مخنیوي لپاره رېل پټلۍ ورغځوي
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مېټرو یا رېلګاډي د هغې پروژې پرانیسته کړې چې موخه یې پر تاریخي تاج محل ودانۍ د چټلې هوا منفي اغېز کمول دي. اټکل کېږي چې پر دې پروژه به څه باندې یو ملیارد ډالر لګښت راځي او پنځو کلونو کې به بشپړه شي.
د هند شمال اګره ښار کې د رېلګاډي دا پټلۍ به د تاج محل په ګډون ځینې نورې تاریخي ودانۍ او ځایونه د بسونو او رېلګاډو له تمځایونو یا اډو سره ونښلوي.
تاج محل، چې په ۱۷مه میلادي پېړۍ کې د مغل پاچا شاه جهان په غوښتنه جوړ شوی، په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره یو تر ټولو مشهور ځای دی او هره ورځ یې شاوخوا ۷۰ زره خلک لیدو ته ورځي.
لومړي وزیر مودي همدا راز اعلان کړی چې د رېلګاډي په دې پروژه کې به د سیمې بې وزله کورنیو لپاره لس میلیونه کورونه هم جوړېږي.
نوموړي د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د حکومت هغه هڅو ته هم اشاره وکړه چې په هند کې یې د رېلګاډو پټلیو د نظام ښه والي لپاره کوي.
"حکومت د تاج محل سمه پاملرنه نه ده کړې"
په ۲۰۱۸ کال کې د هند سترې محکمې پر حکومت نیوکه کړې وه چې د تاج محل تاریخي ودانۍ په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی.
د هماغه کال په می میاشت کې سترې محکمې د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتو او خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، او پر حکومت یې غږ کړی و چې د مخنیوي لپاره یې له بهرنیانو مرسته وغواړي.
محکمه دې پایلې ته رسېدلې وه چې تاج محل ودانۍ، چې له سپینې مرمر ډبرې او نورو توکو جوړه شوې، د چټلې هوا له کبله یې رنګ ژېړ، نسواري او شین شوی.
ویل کېږي چې چټله هوا، شاوخوا سیمه کې ساختماني چارې او د حشراتو فاضله مواد یا چټلي د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتلو لاملونه دي.
همدا راز ویل کېږي چې د بیا بیا وینځلو له کبله هم د تاج محل د مرمر ډبرو رنګ اوښتی او پیکه شوی دی.