چټلې هوا د تاج محل رنګ خراب کړی؛ حکومت یې د مخنیوي لپاره رېل پټلۍ ورغځوي

تاج محل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هره ورځ اویا زره سیلانیان د تاج محل ودانۍ لیدو ته ورځي

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مېټرو یا رېلګاډي د هغې پروژې پرانیسته کړې چې موخه یې پر تاریخي تاج محل ودانۍ د چټلې هوا منفي اغېز کمول دي. اټکل کېږي چې پر دې پروژه به څه باندې یو ملیارد ډالر لګښت راځي او پنځو کلونو کې به بشپړه شي.

د هند شمال اګره ښار کې د رېلګاډي دا پټلۍ به د تاج محل په ګډون ځینې نورې تاریخي ودانۍ او ځایونه د بسونو او رېلګاډو له تمځایونو یا اډو سره ونښلوي.

تاج محل،‌ چې په ۱۷مه میلادي پېړۍ کې د مغل پاچا شاه جهان په غوښتنه جوړ شوی، په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره یو تر ټولو مشهور ځای دی او هره ورځ یې شاوخوا ۷۰ زره خلک لیدو ته ورځي.

لومړي وزیر مودي همدا راز اعلان کړی چې د رېلګاډي په دې پروژه کې به د سیمې بې وزله کورنیو لپاره لس میلیونه کورونه هم جوړېږي.

نوموړي د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د حکومت هغه هڅو ته هم اشاره وکړه چې په هند کې یې د رېلګاډو پټلیو د نظام ښه والي لپاره کوي.

"حکومت د تاج محل سمه پاملرنه نه ده کړې"

मोदी

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هند سترې محکمې د نړېندرا مودي پر حکومت نیوکه کړې چې د تاج محل سمه پاملرنه یې نه ده کړې

‌په ۲۰۱۸ کال کې د هند سترې محکمې پر حکومت نیوکه کړې وه چې د تاج محل تاریخي ودانۍ په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی.

د هماغه کال په می میاشت کې سترې محکمې د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتو او خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، او پر حکومت یې غږ کړی و چې د مخنیوي لپاره یې له بهرنیانو مرسته وغواړي.‌

محکمه دې پایلې ته رسېدلې وه چې تاج محل ودانۍ، چې له سپینې مرمر ډبرې او نورو توکو جوړه شوې،‌ د چټلې هوا له کبله یې رنګ ژېړ،‌ نسواري او شین شوی.

ویل کېږي چې چټله هوا، شاوخوا سیمه کې ساختماني چارې او د حشراتو فاضله مواد یا چټلي د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتلو لاملونه دي.‌

همدا راز ویل کېږي چې د بیا بیا وینځلو له کبله هم د تاج محل د مرمر ډبرو رنګ اوښتی او پیکه شوی دی.‌