د تاج محل ننداره له بره او ښکته

د ویډیو تشریح، له بره او ښکته

يو داسې هڅه چې له مخې یې د تاج محل په نندارې هند کې د هوايي بالونونو کارول دودېږي.

د تودې هوا بالون فېسټيوال، چې له ۱۲ هېوادونو د بالون ۱۵ پيلوټانو په کې سيالي کوله، هند کې جوړ شوی و. هند کې د بالون سپرلۍ ډېره دود نه ده، او تنظيموونکو يې ويل هيله لري په دې سره د بالون دودولو نوی پېر پرانيزي. ګډونوالو يې له بره د نړۍ تر ټولو مشهورې نښې تاج محل، له نندارې هم خوند اخيست.