امریکا: ایران بهر کې خپل نفوذ زیاتولو لپاره افغان او پاکستاني وسلوال ګوماري

د عکس سرچینه، USADARFARSI
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سپاه پاسدران په بهر کې د دغه هېواد د نفوذ زیاتولو لپاره بهرني وسلوال ګوماري.
دغه ادره په څو ټوېټونو کې لیکي: "سپاه د افغان شیعه یانو فاطمیون فرقه او د پاکستاني شیعه یانو زینبیون لېوا په سیمه په تېره سوریه کې له جګړې سره د مبارزې لپاره جوړه کړې ده. "
دې ټوېتونو کې ویل شوي چې امریکا پر ۲۰۱۹ کال پر دواړو ډلو بندیزونه ولګول.
دا اداره زیاتوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز ویسټ پاینت رپوټوي چې د فاطمیون فرقې کسان له لس تر دوولس زرو رسېږي:
"په ایران کې د فاطمیون فرقې یوه چارواکي د ۲۰۱۸ کال جنورۍ کې وویل چې له دوو زرو ډېر وسلوال یې سوریه کې وژل شوي دي. "
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د انساني حقونو څارډلې پر ۲۰۱۸ کال د ایران له خوا فاطمیون کې د ماشومو سرتېرو ګومارل ثبت او وغندل او هم یې د سوریې جګړه کې د ۱۴ کلونو افغانانو د وژلو سندونه بربنډ کړل.
سږني پسرلي کې ځینې افغان تلوېزونونو اعلان خپور کړ چې پکې د فاطمیون بیرغ د اسلامي دولت یا داعش بیرغ سره په څنګ کې راغلی و او دواړه ډلې یې د افغانستان د امنیت لپاره یو شان خطرناکې بللې وې.
دغه تلوېزوني اعلان کې ویل کېدل: "زموږ ګاونډیان افغانستان ته اهمیت نه ورکوي او هغوی موږ له منځه وړي، زموږ د خلکو فریاد به تر هغه روان وي چې زموږ د ګاونډیانو ورانوونکی اغېز درېدلی نه وي. "
بي بي سي هغه مهال په افغان حکومت کې له ځینې سرچینو سره خبرې وکړې چې دا اعلان چا رسنیو ته ورکړی دی، خو دوی ویل، افغان حکومت دا اشتهار رسنیو ته نه دی ورکړی، بلکې له حکومت بهر ادارو دا تبلیغات برابر کړي او "د پیسو بدل کې" یې رسنیو ته ورکړي دي.
فاطمیون څوک دي؟

واشنګټن کې د منځني ختیځ څېړنو مرکز پر ۲۰۱۸ کال د فاطمیون پر بنسټېدو او د سوریې جګړه کې یې پر رول څېړنه وکړه.
د دې ادارې د رپوټ له مخې، دا فرقه هم د ایران د ملاتړي ځواک په توګه د سوریې جګړه کې د بشارد اسد لپاره کلونه کلونه جنګېدلې، چې پکې لکونه ولسي وګړي وژل شوي او د سوریې پوځ هم د دې وژنو یو مسوول ګڼل کېږي.
دغه رپوټ کې راغلي چې فاطمیون لېوا پر ۱۳۹۴ لمریز کال د ایران او عراق د جګړې مهال د ابوذر لېوا او د سپاه تر څار لندې افغان مجاهدینو له یو ځایېدو جوړه شوه.
دغه رپوټ کې د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې هغه مطلب ته هم اشاره شوې چې د فاطمیون ډلې د جوړښت پر څرنګوالي لیکل شوی دی.
کیهان ورځپاڼې د فاطمیون سرچینه د محمد لښکر په نوم کوچنۍ داوطلبه ډله بللې ده.
دغه لښکر د ایران عراق جګړه کې جنګېدلی او بیا ۱۹۹۰ کلونو کې له افغان طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته ستون شوی، خو د کیهان د رپوټ له مخې وروسته ړنګ شوی دی.

د عکس سرچینه، TASNIM
د منځني ختیځ څېړنو مرکز د کیهان له خولې د دې ډلې ړنګېدل هم د نوي افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ ټلوالې د تعقیب وېره بولي.
دا وسلوال بیا د ایران مشهد ښار کې سره ټول شول او د علیرضا توسلي په قومنده د سوریې دمشق کې "د بي بي زینب زیارت د دفاع لپاره" ولېږل شول.
د دې مرکز رپوټ کې د فاطمیون د یوه قومندان محمد حسن حسیني- چې وروسته ووژل شو - له خولې راغلي و چې دا فرقه له ۱۲ تر ۱۴ زرو وسلوال لري.
درې کاله مخکې افغان حکومت ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د احساساتو او مجبورۍ پر نه کارولو سربېره د فاطمیون د ړنګېدو غوښتنه هم کړې وه.








