ټرمپ خپل د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلېن بښلی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل پخوانی د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن چې منلې یې وه اېف بي ای ته یې دروغ ویلي، بښلی دی.

ښاغلی فلېن د امریکا د ولسمشر له پخوانیو سلاکارانو دی چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مشکوکې لاسوهنې په اړه د عدلیې وزارت څېړنو کې ګرم ګڼل شوي دي.

نوموړي په ۲۰۱۷ کال ومنله چې د فډرالي څېړنو ادارې ته یې د روسیې له سفیر سره د تماسونو په اړه دروغ ویلي خو وروسته یې هڅه وکړه چې خپل اعتراف بېرته واخلي.

د فلېن ملاتړي هغه د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دولت لخوا روسیې سره د پټو اړیکو د تورونو له لارې د ټرمپ د دولت د نامشروع ښودلو لپاره د سیاسي غچ اخیستنې قرباني ګڼي.

ښاغلی فلېن واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره پر ټیلیفوني خبرو له اعتراف وروسته استعفا کولو ته اړ شو.

مایکل فلېن څوک دی؟

د امریکا د پوځ دغه پخوانی درې ستوری جنرال وړاندې دېموکرات و خو د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې یې د ډونلډ ټرمپ ټینګ ملاتړ وکړ.

کله چې ټرمپ واک ته ورسېد نو فلېن لومړی کس و چې نوموړي خپله اداره کې د ملي امنیت سلاکار وګوماره خو یوازې ۲۳ ورځې پر دې دنده پاتې شو.

بارک اوباما د ټرمپ اداره کې د ښاغلي فلېن له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی و.

د اوباما ادارې په ۲۰۱۴ کال ښاغلی فلېن د ناسم مدیریت او توند چلن د مواردو له مخې د دفاعي استخباراتو د ادارې له مشرۍ لیرې کړی و.

فلېن چې پوځ کې یې کابو درې لسیزې کار کړی، له دندې د لیرې کېدو په اړه شکایت وکړ.