بایډن: زموږ جګړه له وېروس سره ده، نه له یو او بل سره

په داسې حال کې چې امریکا د ژمي پر سختیو سربېره د کورونا وبا له ډېرېدونکې څپې سره مخامخېدونکې ده، منتخب ولسمشر جو بایډن په دې هېواد کې د "تیاره موسم ختمولو" غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بایډن د شکرانې ادا کولو مناسبت خپله وینا کې ویلي، امریکا له وېروس سره په جګړه کې ده، نه له یو او بل سر په جنګ کې.‌

ښاغلي بایډن له امریکایانو غوښتي چې د شکرانې ادا کولو مراسمو پرمهال هغه لیدنې کتې بندې کړي،‌ چې د کورونا وبا خطر زیاتولی شي.

په ورته وخت کې، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلو ملاتړو غوښتي چې د ټاکنو د پایلو بدلېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ټرمپ چې د ټیلیفون له لارې یې خپلو مینه والو ته وینا کوله، یوځل بیا خپلې هغه بې بنسټه ادعاوې تکرار کړې چې ګواکې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې دغه پایلې باید بدلې شي.

په پام کې وه چې ښاغلی ټرمپ پخپله د جمهویپالو پنسلوانیا غونډې ته ورشي، خو خپل سفر یې وروسته تر هغه لغوه کړ چې د شخصي وکیل روډي جولیاني دوه سلاکاران یې په کورونا وېروس اخته شول.

روډي جولیاني په دې ناسته کې ګډون کړی و.

د چارشنبې په ورځ د چین ولسمشر شي جین پینګ د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته جو بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

خو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پودین او د مکسیکو ولسمشر اندرس مانوېل لوپېز په ګډون ځینو نړیوالو مشرانو لا تر اوسه هغه ته مبارکي نه ده ویلې.

'کورونا ته ماتې ورکولی شو'

ښاغلي بایدن د چارشنبې په ورځ خپلو خبرو کې وویل: "باوري یم چې باید حقیقت خپله د ولسمشر له خولې واورو، موږ باید د وېروس د خپرېدو چټکي ورو کړو. موږ د خپلو ډاکترانو، نرسانو او هېوادوالو پر وړاندې دا دنده لرو."

منتخب ولسمشر وویل، کورونا وېروس امریکا ځپلې ده، زموږ منځ‌ کې یې بې اتفاقي اچولې ده او د یو او بل پرضد کړي یې یو:

"پوهېږم چې هېواد له وېروس سره مبارزه کې ستړی شوی، خو باید په یاد ولرو چې زموږ جګړه له وېروس سره ده، نه له یو او بل سره. موږ باید خپلې ملاوې وتړو، خپلې هڅې دوه برابره کړو او د دې جګړې لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو."

ښاغلي بایډن د امریکا له خلکو وغوښتل چې د یو او بل لیدو ته له ورتګ او سفر کولو ډډه وکړي.

میلیونونه امریکایان د روغتیايي چارواکو د سپارښتنو خلاف سفرونه کوي، خو بیا هم د تېر کال پرتله سږ کال سفرونه کم شوي دي.

جو بایډن خلکو ته وویل، وېروس به مغلوب شي او ژمنه یې وکړه چې ژوند عادي وضعیت ته ستنېدونکی دی.

په امریکا کې د کورونا وېروس شمېر په لوړېدو دی. یوازې د تېرې سې شنبې پر ورځ دغه هېواد کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ مړه شول او په دې توګه دغه هېواد کې پر کورونا وېروس له کبله د ټولو مړو شویو شمېر تر ۲۶۰ زرو اوښتی دی.

ځانګړې پاڼې: